وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۴ يوسف
اقْتُلُوا يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِنْ بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ ﴿۹﴾ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۱۰﴾
اووژنئ یوسف علیه السلام لره یائی اوغورځوئ یوملک ته نوخالی به شی تاسوته مخه دپلار ستاسو اوشئ به ددی نه روستو دنیکان خلق (توبه به اوکړئ) ﴿ ۹ ﴾
اوئیل یوویونکی ددوی نه مه وژنئ یوسف لره اوواچوئ په ډډه د کچه کوهی کښی اوبه مومی بعضی قافلی والا که تاسو داسی کوونکی ئی (نواوکړئ) ﴿ ۱۰ ﴾
[۹] په دی آیت کښی ذکردمشوری درونړودیوسف علیه السلام دی دپاره دروکولو دیوسف علیه السلام دپاره ددی چه حاصل کړی دوی مینه اوتوجه دپلارخپل - په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه په باطلی طریقی سره جائزڅیزحاصلول غلط کار دی دوهم دلیل په دی خبره چه گناه کول په دی ارادی سره چه روستوبه توبه اوباسم ناجائزدی (وَجْهُ) په معنیٰ دتوجه دی یاپه معنیٰ دذات دی (بَعْدِهِ) ضمیرقتل او طرح (غورځول) ته راجع دی - دادلیل دی چه حسد انسان لره په قتل دبل انسان اودهغه په روکولو باندی اماده کوی -
[۱۰] په دی آیت کښی ذکرکړی ده رائی دمشررور دیوسف علیه السلام چه قتل کول ډیرظلم دی اوبل ملک ته بوتلل گران کار دی نوفیصله ئی اوکړه په دریمه خبره چه دلاری په غاړه په یوکوهی کښی ئی داسی اوغورځوئ چه مړنه شی اوواپس هم نشی راوتلی اویوقافلی والائی ځان سره بوځی (الْجُبِّ) کچه کوهی ته وائی او (غَيَابَتِ) ډډکمرته وائی - (غیابة) هرپټ ځای ته وئیلی شی مراد ددی نه دادی چه په اوبوسره دکوهی په ویخ کښی کمراوخوړلی شی اوډډ جوړشی چه دنظرنه پټ وی اوداوبونه بره وی - (يَلْتَقِطْهُ) دلالت کوی په مسائلودلقیط اودلقطه باندی چه دهغی تفصیل په کتابونودحدیث او دفقهی کښی موجوددی دادلیل دی چه حسد انسان لره په تکلیف کولو خپل رور ته آماده کوی -