وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۵ يوسف
قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ ﴿۱۱﴾ أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۱۲﴾ قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ ﴿۱۳﴾ قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخَاسِرُونَ ﴿۱۴﴾
دوی اوئیل ای پلاره زمونږ څه وجه ده چه ته په مونږباندی اعتبارنه کوی په باره دیوسف کښی اویقیناً مونږ دده خامخا خیرخواه یو ﴿۱۱﴾
دی پریږده مونږسره صبا چه اوخوری اولوبی اوکړی اویقیناً مونږدده خامخا څوکئ کوونکی یو ﴿۱۲﴾
اوئیل پلاریقیناً خفه کوی مالره چه تاسودی ځمانه بوزئ اوویریږم چه اوبه خوری ده لره شرمخ اوتاسوبه دده نه ناخبره ئی ﴿۱۳﴾
اوئیل دوئ که چیری اوخوړو دی شرمخ اوحال داچه مونږپوره ډله یو یقیناً مونږبه دغه وخت تاوانیان یو ﴿۱۴﴾
[۱۱] په دی آیت کښی بیان دمکرددوی دی دپلارمخامخ او (وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ) دلالت کوی په دی خبره چه دوی یقیناً دروغژن وو - ددی وجی نه ئی زیات تاکیدونه کول دادلیل دی چه حسد انسان لره په دروغووئیلو آماده کوی ابن اسحاق وئيلی دی چه ددوی داکارپه ډیروگناهونوباندی مشتمل وؤ - صله رحمی قطع کول، نافرمانی دموراوپلار، په وړوکی شفقت نه کول، په امانت کښی غدرکول، دعهد نه خلاف کول، دروغ وئیل اوداټول دحسد نتیجه وه -
[۱۲] په دی آیت کښی طلب کول ددوی دی یوسف علیه السلام لره دپلارنه دپاره ددی چه صحراء ته ئی بوځی او (يَلْعَبْ) کښی اشاره ده چه مباح لوبی کول په شرع کښی جائز دی - اوپه دی کښی ددوی حیله ذکرده چه په هغی سره خپل مقصد حاصل کړی (وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) داهم دروغ وائی اووعده کوی په نیت دغدر سره -
[۱۳] په دی آیت کښی ذکردحزن دیعقوب علیه السلام دی په جدائی دیوسف علیه السلام اوذکردخوف دهغه دی په هلاکت د یوسف علیه السلام په دی احتمال چه شرمخ به ئی اوخوری ځکه چه صحرا کښی شرمخان ډیروی - دادلیل دی چه انبیاء علیه السلام باندی هم حزن او خوف ددنیاراځی اودا اسبابو دلاندی وی -
[۱۴] په دی آیت کښی تاکید کول دی د رونړو دیوسف علیه السلام په باره دحفاظت دهغه کښی اودا جواب دی د دوهم قول دیعقوب علیه السلام اوداول قول جواب ئی ځکه اونه کړو چه هغه سبب دحسد او غصی ددوی وو (عُصْبَةٌ) کلک جماعت ته وئیلی شی چه کم از کم لس کسان وی اودوی هم سیوا دبنیامین نه لس وؤ (لَخَاسِرُونَ) کښی اشاره ده چه مونږ گډی بیزی په صحراکښی سَروو اوشرمخان نه شو دفع کولی نوبیا خوبه ډیرتاوان والاشو خوداسی نه ده رور نه خامخا ضرر دفع کولی شو -