وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۶ يوسف

فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۵﴾ وَجَاءُوا أَبَاهُمْ عِشَاءً يَبْكُونَ ﴿۱۶﴾ قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ ﴿۱۷﴾

پس هرکله چه دوئ هغه لره بوتلو اوپخه اراده ئی اوکړه چه واچوی هغه په ډډ دکچه کوهی کښی اووحی اوکړه مونږهغه ته خامخا خبربه کړی دوی ته (یوورځ) ددوئ ددی کار او دوئ نه پوهیدل ﴿۱۵﴾
اوراغلل دوی پلارته دماښام په تیاره کښی ژړائی کوله ﴿۱۶﴾
دوی اوئیل ای پلاره زمونږ یقیناً مونږتلی وو منډی مووهلی اوپریخودلی وو مونږیوسف لره دخپل سامان سره پس اخوړوده لره شرمخ اوته زمونږپه خبره باور نه کوی اگرچه مونږرشتیاوایو ﴿۱۷﴾

[۱۵] په دی آیت کښی ذکردی داتفاق کولو درونړو دیوسف علیه السلام په غورځولو دهغه په کوهی کښی - نودادلیل دی په دی خبره چه په کولو دډیرکسانوسره گناه کول نه جائزکیږی (فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ) دشرط جزا محذوف ده یعنی فعلوابِهِ مافعلوا (اوکړه دوی هغه سره هغه څه چه اوکړل ئی) اومفسرینو ذکرکړی دی چه په غارکښی دری ورځی وؤ (وَأَوْحَيْنَا) مراد دوحی نه وحی ده دنبوت نه مخکښی اودی ته اِرهَاص وائی یا داوحی حقیقةً وه اودا غوره قول دی (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ) په دی کښی دوه تفسیره دی - اول تفسیردادی چه دارونړه نه پوهیدل په وحی دیوسف علیه السلام اوپه لوی والی دمرتبی دهغه دوهم تفسیردادی چه به نه پیژنی یوسف لره کله چه هغوی له خبرورکوی په مکرونوددوی -
[۱۶] په دی آیت کښی بیان دبل مکرددوی دی دپلارسره په دووطریقوباندی اول په ناوخته راتللوددوی په نسبت دنورو ورځو ددی دپاره چه په تیاره کښی ددروغو ژړا پته اونه لږی اوچه پلارته معلومه شی چه دوی ددی واقعی دوجی نه بی وخته کړی دی اودوهم په دروغه ژړا کول اوعلماؤ وئیلی دی چه دآ آیت دلیل دی په دی خبره چه ژړا دیوکس دیو کس دلیل نه وی دهغه په صداقت باندی کیدی شی چه داژړا دمکروی ځکه چه ژړا لس قسمه ده اوابن قیم رحمة اللّٰه علیه په زادالمعاد صفحه (۱۸۴) کښی ذکرکړی دی چه اول قسم ژړا درحمت او نرمئ دزړه، دوهم قسم ژړا دویری اودخشیت دوجی نه، دریم قسم ژړا دمحبت اودشوق دوجی نه، څلورم قسم ژړا دخوشحالئ دوجی نه، پنځم قسم ژړا دفریاد دوجی ددرد اومرض نه، شپږم قسم ژړا دحزن او دغم دوجی نه، اووم قسم ژړا دبزدلئ او کمزوروالی دزړه نه، اتم قسم ژړا دمنافقت اودریا چه چه سترگوکښی اوښکی راځی اوزړه ئی سخت وی اوخلقوته دځان نه خشوع ښکاره کوی، نهم قسم داجرت او دمزدرئ ژړا لکه ژړا دویرگرو او لسم قسم ژړا دموافقت دوجی نه چه څوک اوینی چه هغه ژاړی نودی هم ورسره اوژاړی اوسبب ورته نه وی معلوم -
[۱۷] په دی آیت کښی تسلی ورکول ددوی دی پلارخپل ته په دروغو بهانوسره (نَسْتَبِقُ) دلالت کوی به جواز داستباق په شرع کښی چه هغه داسونودی یاداوښانویاپه خپوباندی وی اوپه غشوویشتلوکښی هم استباق په حدیث کښی وارد دی - په هغه شرطونوسره چه په حدیث کښی ذکردی اومراد استباق نه په دی ځای کښی مقابله کول دی په تیزه منډه وهلو کښی (مَتَاعِنَا) یعنی په وخت دلوبوکولو اواستباق کولوکښی زیاتی جامی اویستلی شی اویوځای کښی کیخودلی شی نودغه متاع مراد دی -