وَجَاءُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلَامٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُوا فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ ﴿۲۰﴾
او (لَږولی) راوړه دهغه په قمیص باندی وینه ددروغوپلاراوئیل بلکه جوړه کړی ده تاسوته ستاسونفسونو څه خبره پس صبرښائسته (ښه دی) اوخاص د اللّه تعالٰی نه مدد غوښتلی شی په مقابله ددغوخبروچه تاسووائی ﴿۱۸﴾
اوراغله یوه قافله پس دوی اولیږو مشکی خپل پس زوړنده کړه هغه خپله بوقه نووی وئیل (ای ملگرو) په ستاسوباندی زیری دی داخویوغلام دی اوپټ ئی اوساتلو دتجارت په خیال او اللّه تعالٰی ددوی په عملونوښه پوهه وو ﴿۱۹﴾
اوخرڅ کړو دوی هغه په قیمت بیکاره (حرامی) روپئ لږی دشمار او دوئ وو په هغی کښی بی رغبته ﴿۲۰﴾
[۱۸] په دی آیت کښی ذکردمکرددوی دی په بلی طریقی سره چه دوی یوڅاروی ذبح کړو اودهغه وینه ئی په قمیص دیوسف علیه السلام اولږوله لیکن قمیص ئی شلولی نه وو نوپه دی وجه یعقوب علیه السلام په خپل فراست سره پوهه شو چه که یوسف علیه السلام شرمخ خوړلی وی نوقمیص به ئی ورله شلولی وی نوځکه ئی اوفرمایل (بَلْ سَوَّلَتْ الخ) (فَصَبْرٌ جَمِيلٌ) صبرجمیل دی ته وائی چه په وخت مصیبت کښی مخلوق ته شکایت نه کوی - تضرُّع او عاجزی کوی اودا دلیل دی په دی خبره چه صبرکول په مصیبتونو سنت دی دټول انبیاؤ علیهم السلام (وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ) دارددی په شرک فی الاستعانت باندی یعنی د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چانه مدد غوښتل دپاره دمصیبت لری کولو یاحاجت پوره کولو شرک دی - اودارنگ په سورة انبیاء (۱۱۲) کښی ذکردی اومبتدا او خبر دواړه مفرفی دی دلالت کوی په حصرباندی -
[۱۹] ددی آیت نه دوهم مقام دی تر آیت (۲۱) پوری په دی کښی ذکردنورو مکرونو اوظلمونو د هغوی دی دیوسف علیه السلام په غلام جوړولو اوپه خرڅولودهغه سره لیکن ددی ابتلاء سره ذکر داحسان د اللّه تعالٰی دی په عزت ورکولوسره یوسف علیه السلام ته په کوردعزیردمصرکښی اوپه تمکین سره دی ځمکه کښی، په دی آیت (۱۹) کښی ذکر دسبب دراوتلو دی دیوسف علیه السلام دکوهی نه اوابتلاء ده دیوسف علیه السلام په غلام گرځولوسره (سَيَّارَةٌ) قافله چه د مدین نه مصرطرف ته روانه وه وَارِدَ یوتن وؤ یاپه معنیٰ دجنس دی وارِد هغه شخص وی چه ملگرو دپاره اوبه راوړی (قَالَ) ددی نه مخکښی لفظ پټ دی - (فتثبّتَ بِهِ یُوسُف) اونختلوپه هغه رسئ پوری یوسف (يَا بُشْرَى) اصل معنیٰ داده چه ای خوشحالئ راشه دادوخت دی - بل قول دادی چه بشرٰی دهغه دملگری نوم وؤ (هَذَا غُلَامٌ ) داقول په عادت دتاجرانوسره دی چه هغوی کوم څیزامومی نودتجارت دپاره ئی استعمالوی (وَأَسَرُّوهُ) په دی کښی دوه تفسیره دی - اول داچه پټ اوساتو رونږو دی یوسف علیه السلام حال دیوسف علیه السلام لره اووی گرځوؤ هغه لره مال دتجارت دوهم داچه پټ کړو یوسف علیه السلام لره مشکی اوملگرودهغه دنوروکسانونه دپار دگټی کولو -
[۲۰] په دی آیت کښی دری معنی دی - اوله معنیٰ داده چه خرڅ کړو رونړو دیوسف علیه السلام هغه لره اووو دوی په دغی پیسوکښی بی رغبته ځکه چه حرامی ئی گنړلی - دوهمه معنیٰ داده چه خرڅ کړو مشکی اوملگرودهغه یوسف علیه السلام لره په مصرکښی او وؤ دوی په یوسف علیه السلام کی بی رغبته ځکه چه گمان کوودوی چانافرمان مرئی دی - دریمه معنیٰ داده چه واخسته یوسف علیه السلام لره مشکی او ملگرو دهغه په آخری معنیٰ سره شراء په معنیٰ داشتراء ده (بَخْسٍ) ددی دوه معنی دی ناقص او حرام، دلته دوهمه معنیٰ غوره ده (مَعْدُودَةٍ) هغی ته وئیلی شی چه شمارئی آسان وی اوداکنایه ده دلږنه (وَكَانُوا فِيهِ) دزهد په صله کښی فی راځی په معنیٰ دعدم رغبت وی - اوفیهِ ضمیرراجع دی ثمن ته هرکله چه دکانوا ضمیررونړوته راجع شی - یاضمیر دفِیهِ راجع دی یوسف علیه السلام ته کله چه ضمیروارد اودهغه ملگرو ته راجع شی - په دی آیت کښی دلیل دی په دی مسئله باندی چه غټ قیمت والاڅیز په لږوپیسو اخستل جائزدی په شرط درضا دطرفینو اوپه شرط ددهوکی نه کولو -