وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۸ يوسف

وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِنْ مِصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۱﴾

اواوئیل هغه سړی چه واخستلوئی دی مصروالونه خپلی کوروالاته دده داوسیدلوپه عزت سره خیال ساته کیدیشی چه مونږله نفع راکړی یائی دځوی په ځای اونیسو اودغسی ځای ورکړو مونږ یوسف له په ځمکه (دمصر) کښی اوچه اوخایو ده ته حقیقت دخبرونه او اللّه تعالٰی زوروردی په خپل کارونوباندی لیکن ډیرخلق نه پوهیږی ﴿ ۲۱ ﴾

[۲۱] په دی آیت کښی ذکر داحسان د اللّه تعالٰی دی په یوسف علیه السلام باندی په عزت ورکولوسره - اونوم داخستونکی قطفیر وؤ او مشهور وؤ په عزیرمصر اودی وزیرخزانه اومشروزیر دمصروؤ اونوم دښځی دده راعیل وؤ اومشهوره وه په زلیخا سره (مَثْوَاهُ) منزل ته وئیلی شی اومراد خوراک څښکاک اوځای ددیره کیدلودی (عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا) چه خرڅ کړو نوډیره گټه به اوشی یاداچه ښه خدمتونه به کوی ځکه چه دښائست دصورت نه دلیل نیولی کیږی په حسن اخلاق باندی (أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) دابنادی په عادت دخلقو چه پردی ځوی دخپل ځوی په ځای اونیسی - اوده ته متبنَّی وائی - په دی کښی اشاره ده چه دعزیزدمصراولاد ددی ښځی نه نه وؤ (وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا) لکه چه بچ کړو اللّه تعالٰی ده لره دقتل او دکوهی نه نودارنگ ددی مراد دادی چه عزیزمصرپه باندی مهربان شو نودهغه مهربانئ‌ په وجه سره په مصرکښی دیوسف علیه السلام عزت پیداشو، اوپه کوردعزیزمصرکښی په عزت او خوشحالئ سره اوسیدلو (وَلِنُعَلِّمَهُ) دا معطوف دی په پټ لفظ باندی یعنی لِنکرمهٌ ولِنعَلمهٌ (تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ) ددی دوه معنی په تفسیر د (۶) آیت کښی تیرشوی دی (وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ) په دی کښی رد دی په شرک فی التصرف - أَمْرِهِ ضمیرراجع دی اللّه تعالٰی ته اومراد ترینه ټول کارونه دی چه اللّه تعالٰی ئی اراده اوکړی نوڅوک ئی نشی منع کولی یاضمیرراجع دی یوسف علیه السلام ته اومراد ترینه تمکین دیوسف علیه السلام دی اگرچه رونړو ذلیل کوؤ لیکن اللّه تعالٰی ورله عزت ورکړو (وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) دادلیل دی په دی خبره چه د اللّه تعالٰی نه سیوا هیڅوک په غیب باندی نه پوهیږی اوداپه تفسیرقرطبی کښی ذکردی -