وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۱ يوسف

قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَنْ نَفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ أَهْلِهَا إِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۲۶﴾ وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۲۷﴾ فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِنْ كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾

هغه اوئیل دی ښځی غولولم ځه ځما دنفس په باره کښی اوفیصله اوکړه یوفیصله کوونکی دټبردښځی نه که دده قمیص شلیدلی وی دمخی دطرف نه پس دا ښځه رشتیا وائی او دی د دروغژنونه نه دی ﴿۲۶﴾
اوکه قمیص دده شلیدلی وی دشادطرف نه پس دا ښځه دروغ وائی او دی درشتینونه دی ﴿۲۷﴾
پس هرکله چه اولیدو ده قمیص دهغه شلیدلی دشاطرف نه اوئیل ئی یقیناً دا ستاسومکردی یقیناً مکردزنانؤ لوی دی ﴿۲۸﴾

[۲۶] په دی آیت کښی بیان دصفائی دیوسف علیه السلام دی چه پیش کړی وو دپاره دځان خپل اودطعن دفع کولودپاره صفائی پیش کول واجب وی بیاپه دی آیت کښی ذکرکړی شوی ده فیصله دحاکم (شَاهِدٌ) صحیح قول دادی چه دا یوعاقل بالغ اوهوښیار سړی وو - اوفیصله ئی په انصاف سره کړی وه - اومراد شهادت نه فیصله کول دی نه چه گواهی کول دی اوهغه روایت چه ذکرکړی دی مفسرینوپه باره دشاهد کښی چه دا یووړوکی بچی وو اوگویا شو نوهغه روایت صحیح نه دی ځکه چه کوم روایت امام بخاری راوړی دی په باره دگویا کیدلو دوړو بچو کښی نوپه هغی کښی ددی شاهد تذکره نیشته بلکه هغه دری دی عیسیٰ علیه السلام اوجریج او ځوی دیوی ښځی په بنی اسرائیلو کښی -
[۲۷] داهم جزء دی دفیصلی دحاکم نه اودافیصله په اعتبار داَماراتوسره ده چه زمونږشریعت کښی هم د هغی مثالونه شته دی -
[۲۸] په دی کښی دلیل دی په عصمت دیوسف علیه السلام په صحیح علامت ښکاره کیدلوسره اوپه دی آیت کښی تصریح ده په مکرونوکولو دزلیخاباندی-
فائده: په دی آیت کښی ذکر شول چه مکردزنانؤ لوئ‌ دی اوپه سورة النساء آیت (۶۷) کښی دی چه مکردشیطان کمزوری دی نودینه سوال پیداکیږی چه آیا دزنانؤمکردشیطان دمکراوچل نه لوئی دی؟ ددی حقیقت دادی چه مکردشیطان په مقابله دتدبیرد اللّه تعالٰی کښی کمزوری دی اومکردزنانؤ لوی دی په مقابله دمکرد نارینؤ کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>