وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۲ يوسف

يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنْبِكِ إِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ ﴿۲۹﴾ وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَنْ نَفْسِهِ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۳۰﴾ فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ ﴿۳۱﴾

ای یوسف علیه السلام مخ واړوه ددی خبری (دخورولونه) او ای ښځی ته بخنه اوغواړه دگناه خپلی یقیناً‌ ته دخطا کارونه ئی ﴿۲۹﴾
او اوئیل زنانوپه ښارکښی ښځه دعزیز غولوی خپل مرئی په باره دنفس دهغه کښی یقیناً مینه دهغه چاپیره شوی ده دزړه ددی نه یقیناً وینو مونږ دی لره په خطائی ښکاره کښی ﴿۳۰﴾
پس هرکله چه واوریدلو دی ښخی طعن دهغوی نوجواب ئی اولیږلو په هغوی پسی اوتیارئی کړو هغوی لره ځای دتکیاگانو او ورئی کړه هریوی ته دهغوی نه چاړه او اوئیل ئی یوسف ته رااوزه دوئ ته پس هرکله چه دوی هغه اولیدلو ډیرلوی ئی اوگنړلو (په ښائست کښی) اوزخمی ئی کړل دوی لاسونه خپل اودوئ اوئیل پاکی ده اللّه تعالٰی لره داخوبشرنه دی نه دی دا مگر ملک (فرشته) عزتمند دی ﴿۳۱﴾

[۲۹] په دی آیت کښی حکم دی یوسف علیه السلام ته دپټ ساتلوددی واقعی اوحکم دی زلیخاته په معافئ‌ غوښتلو دیوسف علیه السلام نه یا دخاوند خپل نه یاد اللّه تعالٰی نه ځکه چه دوی منونکی وؤ د اللّه تعالٰی سره دشرک نه - اوغصه نه کول دعزیرمصر زلیخاته دوجی دکموالی دغیرت نه وؤ - اوداسی مدارک لیکلی دی - ځکه چه لازم په اعتبارد فیصلی سره داوه چه هغه ښخی ته ئی سزا ورکړی وی -
[۳۰] ددی آیت نه څلورم مقام دی ترآیت (۳۵) پنځه دیرش پوری اوپه دی مقام کښی ذکردڅلورو مکرونو دی اول مکر دعاموښځودی دزلیخا سره په طعن وئیلوسره په هغی باندی دوهم مکر دزلیخا دی دښځوسره - دریم مکردټولو ښځو دی دیوسف علیه السلام سره څلورم مکرددوی دی په مجبوره کولو دیوسف علیه السلام په جیل سره - اوپه دی (۳۰) آیت کښی طعن دزنانؤ دی په زلیخا باندی په لسوطریقو سره - اول داچه ددی خاوند شته دوهم داچه خاوندئی عزیز دمصردی ، دریم داچه دی ښخی طلب کړی دی ، څلورم داچه په طلب کښی مبالغه اوکوشش کړی دی ، پنځم داچه طلب ئی دغلام نه کړی دی شپږم داچه تصریح ئی کړی ده په وخت دطلب کښی دنفس دهغه، اووم محبت کول دهغه سره، اتم دمحیت داخلیدل دزړه پردی ته چه هغی ته شغف وائی ، نهم داچه داپه غلطئ کښی ده، اولسم داچه غلطی ئی واضحه ده (شَغَفَهَا) شغف په اصل کښی پردی دزړه ته وئیلی شی یعنی محبت دیوسف ددی ښخی د زړه په پرده کښی داخل شوی دی اودننه زړه ته رسیدلی دی -
[۳۱] په دی آیت کښی ذکردی دفع کولو دزلیخا، طعن دزنانؤلره دخپل ځان نه او ښکاره کول دخپل عذرد ی په محبت دهغه کښی (بِمَكْرِهِنَّ) مکرئی ددی وجی نه اوئیل چه دوی دا خبره ذریعه گرځوله دپاره ددین دیوسف علیه السلام یاددی وجی نه چه دا غیبت وؤ اوغیبت هم پټ وی په شان دمکرکولو (مُتَّكَأً) مراد ددی نه تکیه گانی او بالختونه دی یامراد ترینه خوراک دی چه په حالت دتکیه کښی خوری اوددی نه په حدیث د رسول اللّٰه ﷺ کښی ضمناً منع راغلی ده (یعنی نبی ﷺ فرمائیلی دی چه زه په تکیه لگولو سره خوراک نه کوم دی) بل قول دادی چه متکأ هرهغه خوراک ته وئیلی شی چه په چاړه باندی پری کولی کیږی - (سِكِّينًا) په چاړوباندی خوراک کول دهغی زمانی تهذیب گنړلی کیدلو (أَكْبَرْنَهُ) یعنی هیبت زده شوی دهغه ظاهری حسن او جمال نه سره دحسن دنبوت اودښائسته اخلاقونه اوحدیث صحیح کښی راغلی دی چه یوسف علیه السلام لره شطر (نیم) حسن ورکړی شوی وؤ (وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ) مراد د قطع نه زخمی کول دی په وجه دحیرانیدلو ددوی دحسن د یوسف علیه السلام نه (حَاشَ لِلَّهِ) دا کلمه عادتاً استعمالیږی په وخت دتعجب کښی په معنیٰ د سبحان اللّه او معاذاللّه دادلیل دی چه دوی د اللّه تعالٰی پاک والی منلو (إِنْ هَذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ) دا تشبیه ورکول په پاکدامنئ کښی دی یعنی چه دملائیکوپه شان پاک دی - یا داتشبیه په حسن کښی ده اگرچه ملائیک دوی نه دی لیدلی لیکن مشهوردی ملائیک په حسن کښی لکه چه شیطان مشهوردی په بدشکلئ کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>