وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۳ يوسف

قَالَتْ فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ وَلَقَدْ رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ وَلَئِنْ لَمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِنَ الصَّاغِرِينَ ﴿۳۲﴾ قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُنْ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۳۳﴾ فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۴﴾

اوئیل دی ښځی پس داهغه دی چه تاسو زه ملامته کولم دده په باره کښی اویقیناً مادده غولول کول په باره دنفس دده کښی پس ده ځان ساتلی دی (ځمانه) اوکه اونکړوده هغه چه زه ورته حکم کوم نوضرور جیل ته به دننه کړی شی اوضرور شی به دی دبی عزتونه ﴿۳۲﴾
اوئیل یوسف ای ربه جیل زیات خوښ دی ماته دهغه کارنه چه داښځی ماهغی ته لمسوی اوکه تاځمانه وانه ړوؤ ددوئ‌ مکرونه کوږ به شم دوئ ته اوشم به ناپوهوخلقو نه ﴿۳۳﴾
پس قبوله کړه دده دعا دده رب پس اگرځؤو دده نه مکردهغوی یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه آوری اوپه هرڅه باندی پوهه دی ﴿۳۴﴾

[۳۲] په دی آیت کښی اول ملامت کول دزلیخادی زنانؤلره په بدل دهغوی دلعن کښی اوبیاتصریح دزلیخا ده په عصمت دیوسف علیه السلام باندی اوبیادباؤ کول دی په هغه باندی په قید کولو اوپه ذلیل کولوسره دپاره دخپل مقصد حاصلولو (فَاسْتَعْصَمَ) س او تا دډیرمبالغی دی په عصمت کښی -
[۳۳] په دی آیت ذکردغوره کولو دی د یوسف علیه السلام قید لره دپاره دبچ کیدلو ددی زنانؤ او احتیاج پیش کول دی اللّه تعالٰی ته دگناه نه بچ کیدلوکښی (كَيْدَهُنَّ) کښی اشاره چه دغه ټولوزنانود یوسف علیه السلام نه مطالبه کړی وه یاځان دپاره یاسفارش ئی کړی وؤ دزلیخا دپاره - جیل ئی ددی وجی نه خوښ کړلو چه معلومه شوه چه ددی گناه نه دبچ کیدلو بله لارنیشته بغیردجیل نه - بیاهرکله چه جیل هم کافی نه دی دبچ کیدلودپاره بغیردمدد د اللّه تعالٰی نه ددی وجی نه ئی اوئیل وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي -
فائده: ددی آیت نه معلومه شوه چه کله یوانسان مبتلاء شی په مصیبت او معصیت سره نولازم ده چه مصیبت غوره کړی په مقابله دمعصیت کښی -
[۳۴] په دی آیت کښی ذکر دقبولیت ددعا دیوسف علیه السلام دی به بچ کولوسره دمکردزنانؤ نه (فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ) ددی نه معلومه شوه چه مقصد دهغه دجیل نه دگناه نه بچ کیدل وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>