وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۴ يوسف
ثُمَّ بَدَا لَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا رَأَوُا الْآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّى حِينٍ ﴿۳۵﴾ وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۶﴾ قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَنْ يَأْتِيَكُمَا ذَلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۳۷﴾
بیا هغوی ته (دامصلحت) ښکاره شوروستو دلیدلو دپاکدامنئ دهغه چه دی جیل ته واچوی ترڅه وخت پوری ﴿۳۵﴾
او ورننوتل دده په وخت کښی جیل ته دوه ځلمی خدمتگاران اوئیل یودهغوی نه یقیناً ماځان لیدلوخوب کښی چه دانگورونه شراب نچوړوم او اوئیل بل یقیناً ماځان لیدلوپه خوب کښی چه اوچته ؤم په سرباندی ډوډئ خوری مارغان دهغی نه خبرراکړه مونږته په تعبیرددی خوب یقیناً مونږتاوینو دښه کارکوونکونه ﴿۳۶﴾
اوئیل یوسف علیه السلام نه به راځی تاسوته خوراک چه درکیدی شی دخوراک دپاره مگرزه به تاسودهغی حقیقت نه خبرکړم مخکښی دراتللو دهغی نه داتاسوته چه وایم دهغی نه دی چه رب زما ماته (په وحی سره) ښودلی دی یقیناً زه جدا یم دهغه قوم نه چه ایمان نه لری په اللّه تعالٰی اودوئ دآخرت نه منکردی ﴿۳۷﴾
[۳۵] (بَدَا لَهُمْ) ددی فاعل پټ دی یعنی رأی او (لَيَسْجُنُنَّهُ) دهغی تفسیردی (الْآيَاتِ) نه مراد دلیلونه او علامات دعصمت دیوسف علیه السلام دی چه هغه مخکښی بیان شول - اول معاذاللّه وئیل، دوهم تیښته کول دروازی ته، دریم قمیص شلیدل دشاطرف نه، څلورم فیصله دشاهد، پنځم اقراردعزیزمصر، شپږم اقرار دزلیخادټولو زنانؤپه مخکښی - اووم دعا دیوسف علیه السلام اوجیل ته لیږل دیوسف علیه السلام دپاره دپټولو ددی واقعی وو نه دوجی ددی ووچه دهغه نه څه جرم شوی وو - اونه وومتهم په جرم سره -
[۳۶] ددی آیت نه پنځم مقام دی ترآیت (۴۲) پوری په دی کښی ذکردی دحال دیوسف علیه السلام به جیل کښی اودعوت دهغه رسالت ته په معجزه ښکاره کولوسره اودعوت توحید ته په رددشرک سره تفصیلاً - بیابیان دتعبیردخوب د ملگرو دی، په دی (۳۶) کښی ذکر ددوو خادمانودبادشاه دی چه جیل ته داخل شوی وو اوددی نه داهم معلومه شوه چه جیل والادری قسمه دی - اول قسم هغه چه جرم ئی کړی وی - دوهم هغه چه په هغه تهمت دجرم وی - دریم هغه چه نه پری تهمت وی او نه جرم وی صرف ظلماً قید کړی شوی وی - داول مثال نانبائی دبادشاه وو او مثال ددوهم قسم ساقی دبادشاه وو اومثال ددریم قسم یوسف علیه السلام وو (فَتَيَانِ) دا دواړه په دی بدنام شوی وؤ چه دوی دبادشاه دقتل دپاره خوراک یا څښکاک کښی بادشاه ته زهر اچولی دی نودواړه ئی حوالات کښی واچول اوددوی مقدمه شروع وه چه معلومه شی چه کوم یومجرم دی (قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي) ظاهر داده چه دوی په حقیقت کښی لیدلی وؤ(إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) داصفت دهغه په (۲۲) کښی تیرشوی دی اودا دلیل دی په دی خبره چه یوسف علیه السلام مشهور ووپه جیل کښی په ښو اخلاقوسره اوپه دی کښی اشاره ده چه تعبیردخوب دهغه چانه طلب کول په کاردی چه صالح او هوښیاروی -
[۳۷] په دی آیت کښی بیان دمعجزی دیوسف علیه السلام دی چه هغه خبرورکول دی دبعضی مغیباتونه په سبب دتعلیم د اللّه تعالٰی سره په دلیل ددی قول سره (مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي) اودا تعلیم وحی ده بیاپه دی آیت کښی اظهاردعقیدی دیوسف علیه السلام دی په برائت سره دمشرکانونه چه هغه مصروالا وو په دغه وخت کښی (تَرَكْتُ) دترک نه مراد اعراض کول اوبرائت کول دی داسی نه چه مخکښی دی په هغه دین کښی وؤ نوبیائی پری خودلو ځکه چه انبیاء علیهم السلام هروخت معصوم وی -