وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۵ يوسف

وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَنْ نُشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ذَلِكَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۳۸﴾ يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۳۹﴾ مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۰﴾

او زه تابع یم ددین دمشرانوخپلو چه ابراهیم علیه السلام او اسحاق علیه السلام اویعقوب علیه السلام دی جائز نه دی مونږلره چه شریک کړو د اللّه تعالٰی سره څه شی دا (توحید) فضل د اللّه تعالٰی دی په مونږ باندی اوپه خلقوباندی لیکن ډیرخلق احسان د اللّه تعالٰی نه منی ﴿۳۸﴾
ای ملگرو ځما دجیل آیا دبندگئ حق داران چه جداجدا دی ښه دی (دپاره دبندگئ) اوکه اللّه تعالٰی چه یودی اوزورآور دی ﴿۳۹﴾
تاسو بندگئ نه کوئ‌ سیوا د اللّه تعالٰی نه مگردداسی نومونو چه ایخی دی تاسو اومشرانوستاسو نه دی رالیږلی اللّه تعالٰی په دی باندی هیڅ دلیل نه دی واک اختیار مگرصرف د اللّه تعالٰی دی حکم ئی کړی دی چه بندگی به نه کوئ بغیر دهغه نه دبل چا دادین پوخ دی (په دلیلونوسره) لیکن ډیرخلق نه پوهیږی ﴿۴۰﴾

[۳۸] په دی آیت کښی اظهار دیوسف علیه السلام دی ملت خپل لره اجمالاً په دی لفظ سره چه (مِلَّةَ آبَائِي) اودری واړه انبیاء په هغه وخت شام، فلسطین، مصر، عرب کښی مشهور وؤ په دین دحنیفیت سره اودا دلیل دی چه اتباع د اباؤ (چه انبیاء دی) په دلیل کښی پیش کول په کاردی - اوتفصیلاً په دی لفظ سره (مَا كَانَ لَنَا أَنْ نُشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَيْءٍ) اودا دلیل دی په دی خبره چه توحید، دین دټولو انبیاؤ دی - مِنْ شَيْءٍ په دی لفظ کښی ډیرتعمیم دی ځکه چه لفظ شیءٍ عام دی اوپه سیاق دنفی کښی دی نورعموم غواړی اوحرف د مِن هم دتاکید دعموم دپاره دی نودا شامل دی بتانو، اونو، گټو، دربارونو، اولیاؤ، پیرانو، قبرونو، ملائیکو او پیریانو ټولوته (لَا يَشْكُرُونَ) لویه ناشکری شرک کول دی -
[۳۹] روستو دتمهید نه دعوت ورکوی جیل والوته (يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ) په دی لفظ کښی شفقت او نرمی ده یعنی زه ستاسو دملگرتیا حق ادا کؤم په لفظ دسجن کښی اشاره ده چه صرف دجیل ملگری ئی وو ددین ملگری ئی نه وو اوابوبکر رضی اللّه عنه د نبی ﷺ په دین کښی ملگری وؤ ددی وجی نه وئیلی دی لصاحبهِ اوفی الغار ئی مخکښی ذکرکړی دی نوقو دشیعه گانوباطل دی هغوی لِصاحبهِ قیاس کوی په يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ باندی اووائی چه په دی کښی هیڅ غوره والی دابوبکرنیشته (ځَذَلَهُم اللّهُ تعالٰی) په دی آیت کښی رد دی په شرک د ربوبیت باندی په طریقه دالزام د حجت (مُتَفَرِّقُونَ) یو معنیٰ داده چه جدا حاجتونودپاره مقررکړی شوی دی - دوهمه معنیٰ داده چه ددوی په مرتبوکښی فرق دی په نیزد مشرکانو (خَيْرٌ) نه مراد دادی چه د استحقاق دعبادت اود ربوبیت دپاره لائق دی (الْوَاحِدُ) یوه معنی داه چه په ذات اوصفاتوکښی یو دی مثل او شبیه نظیرئی نیشته (الْقَهَّارُ) په هرچا اوپه هرکارباندی زواور دی اونورمعبودان ټول عاجز دی -
[۴۰] هرکه چه توحید د ربوبیت مستلزم دی توحید دالوهیت سره نوپه دی آیت کښی تفصیلاً‌ رد دی په شرک فی العبادت اوشرک فی الحکم باندی، اومراد د آسماؤ نه هغه اسماء صفتی دی چه مشرکانو مشهورکړی دی خپل معبودان په هغی سره لکه مشکل کُشا او غوثِ اعظم اودبادو ذمه وار وغیره اوپه سورة اعراف آیت (۷۱) کښی ذکرکړی دی (مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ) نوپه لفظ د (مَا أَنْزَلَ) او د (مَانَزَّلَ) کښی اشاره ده چه کومه وحی اللّه تعالٰی په یوځل رالیږلی ده او یائی لږه لږه رالیږلی ده نوپه هغی دواړو کښی دلیل نیشته مشرکانولره (إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ) حکم دوه قسمه ده اول حکم تکوینی (یعنی نظام دعالم چلول اوتصرف کول) دوهم حکم تشریعی حکمونه دعباداتو او امرونهی اوحلال اوحرام جوړول نوددی دواړو قسمونواختیار صرف د اللّه تعالٰی سره دی (أَمَرَ) په معنیٰ دحکم دی، یا امربالتوحید اوحاصل دتوحید (أَلَّا تَعْبُدُوا) دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>