وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۶ يوسف
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا وَأَمَّا الْآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْ رَأْسِهِ قُضِيَ الْأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ ﴿۴۱﴾ وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِنْهُمَا اذْكُرْنِي عِنْدَ رَبِّكَ فَأَنْسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ ﴿۴۲﴾
ای ملگروزما دجیل هرچه ستاسو دا یوتن دی (بچ به شی) پس څکوی به مولا خپل باندی شراب اوهرچه بل دی پس دی به پانسی کړی شی پس خوری به مارغان دده کپرئ نه فیصله کړی شوی ده (دمخکی نه) ددغه کارچه تاسو دهغی په باره کښی تپوسونه کول ﴿ ۴۱ ﴾
او اوئیل یوسف علیه السلام هغه تن ته چه پوهه وو یوسف علیه السلام چه دی به بچ کیږی ددی دواړونه یادکړه زما داحالات دمولا په وړاندی پس هیرکړو دهغه نه شیطان یاداشت ورکول مولاته پس حصارشو یوسف علیه السلام په جیل کښی یوڅوکاله ﴿ ۴۲ ﴾
[۴۱] په دی قصه کښی احسن طریقه ددعوت ذکرشوی ده چه هرکله دغه کسانودخپل مقصد دپاره یوسف علیه السلام ته رجوع اوکړه اوحاجت مندشول نویوسف علیه السلام اول ورته دتوحید اورسالت دعوت ورکړو اوپس دبیان دتوحید او رسالت نه بیان دتعبیردخوب دملگرو د یوسف علیه السلام دی چه په هغی دیونجات ذکردی اودبل سزا - اوپه لفظ د (قُضِيَ الْأَمْرُ) کښی اشاره ده چه داتعبیر دطرف د اللّه تعالٰی نه یقینی دی -
[۴۲] په دی آیت کښی بیان ددی خبری دی چه یوسف علیه السلام یوه ذمه واری اوسپارله هغه کس ته چه نجات موندونکی وو هغه ذمه واری داوه چه زما دادین او زما حال چه ته دهغی خبرشوئ بادشاه ته اورسوه اومقصد په دی کښی تبلبغ ددین او توحید وو بادشاه ته - لیکن شیطان دهغی ملگری نه تبلیغ دمسئلی اوبیان دحال دیوسف علیه السلام هیرکړو - اودا سبب شوددی چه یوسف علیه السلام جیل کښی ډیره موده تیره کړه - اوپه هغه موده کښی اختلاف دی دمفسرینو چه اوه کاله یا دولس کاله اویا څوارلس کاله - (لِلَّذِي ظَنَّ) ضمیرراجع دی ساقی ته یاراجع دی یوسف علیه السلام ته اوظن په معنیٰ دیقین دی (اذْكُرْنِي عِنْدَ رَبِّكَ) مراد ددی نه دجیل ټول حالت دی چه په هغی کښی معجزه اوتوحید ټول داخل دی (فَأَنْسَاهُ الشَّيْطَانُ) صحیح داده چه ضمیرراجع دی ساقی ته په قرینه د وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ (۴۵) سره -