وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۷ يوسف

وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِنْ كُنْتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ ﴿۴۳﴾ قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الْأَحْلَامِ بِعَالِمِينَ ﴿۴۴﴾ وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَا أُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ ﴿۴۵﴾

اواوئیل بادشاه یقیناً مالیدلی (په خوب کښی) اوه غواگانی څربی چه خوری هغی لره اووه ټپی او اووه وږی شنه اونور (اووه) وچ شوی ای درباروالوتعبیرراکړئ ماته زما ددی خوب که تاسوچیری ئی دخوب تعبیرویستونکی ﴿۴۳﴾
هغوی اوئیل داگډوډ خوبونه دی اومونږنه یو په تعبیر دداسی خوب پوهیدونکی ﴿۴۴﴾
اواوئیل چه تن چه دجیل نه وتلی وو دهغه دوونه اویادئی کړه روسته دڅه مودی نه ځه به تاسوخبرکړم په تعبیرددی خوب سره پس ما اولیږئ ﴿۴۵﴾

[۴۳] ددی آیت نه شپږم مقام دی تر آیت اووه پنځوسم (۵۷) پوری په دی مقام کښی بیان دخوب دبادشاه دی - بیاغجزد نوروخلقو دی دهغی تعبیرنه اوتعبیردیوسف علیه السلام دی دهغی خوب سره دتدبیربیانولو نه - بیا اظهار دپاکدامنئ دیوسف علیه السلام دی په اقرار دټولو زنانؤ اوپه اقراد دزلیخا دبادشاه په وړاندی - بیا وتل دهغه دی د جیل نه اومقررکول دبادشاه دی هغه لره په انتظام دخزانو دمصرسره دعزت نه - په دی (۴۳) آیت کښی تفصیل دخوب دبادشاه دی اوتعبیرطلب کول دی دخپل مشوری والونه - اوهرکله چه تعلق دقحط د غلو اوڅاروو سره وی ددی وجی نه په دی خوب کښی بادشاه دا دواړه څیزونه ولیدل (تَعْبُرُونَ) تفسیردخوب ته وئیلی شی گویاچه دظاهرنه باطن ته عبورکیږی اوتاویل عام دی -
[۴۴] په دی آیت کښی بیان دعجز داهل شوریٰ دی دتعبیردخوب نه اوتسلی ورکول دی بادشاه ته چه ستاخوب تعبیرته محتاج نه دی ځکه چه گډوډ خوب دی (الْأَحْلَامِ) باطل خوبونه یا عام خوبونه مراد دی اللّه تعالٰی دغه خلک عاجزکړل دتعبیردخوب دباشاه نه دپاره ددی چه دوی رجوع اوکړی یوسف علیه السلام ته -
[۴۵] په دی آیت کښی ذکردهغه ساقی دی چه پیغام دیوسف علیه السلام ئی هیرکړی وواو اوس ورته وریاد شو نواراده ئی اوکړه چه دهغه ملاقات په خپله اوکړی اوتعبیرتری نه طلب کړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>