وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۸ يوسف

يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۴۶﴾ قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدْتُمْ فَذَرُوهُ فِي سُنْبُلِهِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّا تَأْكُلُونَ ﴿۴۷﴾ ثُمَّ يَأْتِي مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّا تُحْصِنُونَ ﴿۴۸﴾ ثُمَّ يَأْتِي مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ ﴿۴۹﴾ وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ ﴿۵۰﴾

ای یوسف ډیر رشتینیا تعبیرراکړه مونږته په باره د اوو غواگانو څربو کښی چه خوری هغی لره اووه ټپی او اووه وږی شنه اونوراوچ دپاره ددی چه واپس لاړشم خلقوته ددی دپاره چه هغوی پوهه شی ﴿۴۶﴾
اوئیل یوسف علیه السلام کرونده به کوئ اووه کاله پرله پسی پس هغه چه لَوکړئ تاسو پس پریږدئ هغه په وږو کښی مگرلږدهغه نه خورئ تاسو ﴿۴۷﴾
بیابه راشی روستو ددی نه اووه کالونه سخت اوبه خورئ هغه (غله) چه تاسومخکښی جمع کړی وی هغی لره مگرلږ دهغی نه چه تاسو دتخم دپاره ساتئ‌ ﴿۴۸﴾
بیابه راشی روستو ددی نه داسی کال چه په هغی کښی به بارانونه اوشی په خلقوباندی اوپه هغی کښی به میوی نچوړوئ ﴿۴۹﴾
او اوئیل بادشاه راولئ ماته دغه سړی پس هرکله چه راغی اَستاذی اوئیل هغه واپس شه مولٰی خپل ته پس تپوس اوکړه دهغه نه څه حال دی دهغه زنانوچه زخمی کړی ووهغوی لاسونه خپل یقیناً زما رب دهغوئ په مکرباندی پوهه دی ﴿۵۰﴾

[۴۶] په دی آیت کښی پیش کول دساقی دی خوب دبادشاه یوسف علیه السلام ته دپاره دتعبیراولفظ د (الصِّدِّيقُ) دلیل دی په دی باندی چه دی ساقی یوسف علیه السلام لره صادق موندلی وو (يَعْلَمُونَ) چه په پوهه شی په تعبیردخوب یا پوهه شی په مرتبه د یوسف علیه السلام باندی -
[۴۷] په دی آیت کښی ذکردتعبیرد سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ دی سره دتعلیم دتدبیرنه - اوحسن خلق دیوسف علیه السلام دادی چه دغه سړی ته ئی هیڅ ملامتیاورنه کړله (تَزْرَعُونَ) داخبرپه معنیٰ دامردی -
[۴۸] په دی کښی بیان دتعبیر د سَبْعٌ عِجَافٌ او د أُخَرَ يَابِسَاتٍ دی ( يَأْكُلْنَ) فنا کول مراد دی اونسبت داکل کلونوته په طریقه دتوسع دکلام دی اودیته مجازهم وئیلی کیږی -
فائده: داواقعه دلالت کوی په دی خبره چه خوب لیدل دکافرهم ریښتنی کیدی شی اوددی خوب په صداقت کښی معجزه د یوسف علیه السلام ده -
[۴۹] په دی آیت کښی خبرورکول دی دهغه څیزنه چه نه ووپه خوب دبادشاه کښی اوپه دی کښی دلیل دی په فضیلت او په نبوت دیوسف علیه السلام (وَفِيهِ يَعْصِرُونَ) عصیرونه (جوس) ویستل دانگورو وغیره نه اودزیتون نه اوکونزلواوشړشم نه تیل ویستل -
[۵۰] په دی آیت کښی طلب کول دبادشاه دی یوسف علیه السلام لره دپاره دملاقات اودپاره د راویستلودجیل نه - لیکن یوسف علیه السلام شرط اولگوو په بادشاه باندی دتحقیق کولو دتیری شوی واقعی، دپاره ددی چه دبدنامئ نه پاک شی مخکښی دشروع کولوددعوت نه خلقوته، اودا اجتهاد وو دیوسف علیه السلام اوزمونږد نبی ﷺ اجتهاد داوؤچه تلواراوکړی شی په دعوت دتوحید کښی - نوددی وجی نه نبی ﷺ فرمائیلی وو چه (وَلَوْ لَبِثْتُ فِي السِّجْنِ مَا لَبِثَ يُوسُفُ ، لَأَجَبْتُ الدَّاعِيَ) که زه ایساروی په جیل کښی څومره موده چه ایساروو یوسف علیه السلام نومابه د داعی خبره قبوله کړی وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>