وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۳۹ يوسف
قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدْتُنَّ يُوسُفَ عَنْ نَفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِنْ سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۵۱﴾ ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ ﴿۵۲﴾
اوئیل بادشاه (زنانوته) داڅه واقعه ده ستاسو چه غولو تاسو یوسف علیه السلام لره دهغه د نفس په باره کښی دوئ اوئیل پاکی ده اللّه تعالٰی لره نه یوخبرشوی مونږپه هغه باندی دهیڅ نقصان اوئیل ښځی دعزیز اوس په ډاگه شو حق ما دده غولول کول په باره دنفس دده کښی اویقیناً دی د رشتینونه دی ﴿ ۵۱ ﴾
(دامی ځکه اقراراوکړو) چه پوهه شی دی چه یقیناً ماهیڅ نقصان دده پشی شا نه دی کړی اویقیناً اللّه تعالٰی نه کامیابوی مکردخیانت گرو ﴿ ۵۲ ﴾
[۵۱] په دی آیت کښی شهادت دزنانؤ دی سره د زلیخا نه په پاکدامنئ دیوسف علیه السلام دبادشاه په مخکښی -
[۵۲] داهم داخل دی په قول دزلیخا کښی اومراد ئی دادی چه په وخت دغائب والی دیوسف علیه السلام کښی مادهغه په باره کښی هیڅ خیانت نه دی کړی په بهتان وئیلوسره اونه په دروغوسره په هغه باندی - (وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي) دلیل دی په دی خبره چه زلیخا اقرارکؤنکی وه په اللّه تعالٰی لیکن شرک ئی کوؤ -