ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۰ يوسف
وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵۳﴾ وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ ﴿۵۴﴾ قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ ﴿۵۵﴾
اوزه دخپل ځان پاکی نه وایم یقیناً نفس ډیرخودونکی دبدئ دی مگرهغه چه رحم اوکړی رب ځما په هغه باندی یقیناً رب ځما بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۵۳﴾
او اوئیل بادشاه راولئ ماته دی چه خاص کړم دپاره د (کار) دځان پس هرکله چه خبری اوکړی اوئیل بادشاه یقیناً ته دنن نه زمونږپه نیزمرتبی والا امانت دارئی ﴿۵۴﴾
اوی هغه مقرر ماپه خزانو دځمکی دمصر یقیناً زه ساتونکی اوپوهه یم په تدبیرباندی ﴿۵۵﴾
[۵۳] داهم داخل دی په قول دزلیخا کښی -
فائده ۱: بعضو مفسرینو دادواړه آیتونه قول د یوسف علیه السلام گرځولی دی لیکن داصحیح نه ده ځکه چه یوسف علیه السلام تردغه وخته پوری د جیل راوتلی نه وو - اوهم دا رنگ ذکرکړی دی ابن کثیراوقرطبی او شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمة اللّٰه علیهم وغیره -
فائده ۲: په دی آیت کښی اشاره ده چه نفس دری قسمه دی - په اعتباردصفات سره یعنی یونفس دی اوپه دری صفتونوسره تقسمیږی اول قسم (لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ) دی اودا صراحتاً ذکر دی - اودوهم قسم نفس لوامة دی هغی ته اشاره ده په لفظ د (غَفُورٌ) سره - اودریم نفس مطمئِنه دی هغی ته اشاره ده په لفظ د (رَحِيمٌ) سره (إِلَّا مَا) په معنیٰ دمَن سره دی (رَحِمَ) مراد رحمت نه عصمت دی -
[۵۴] په دی آیت کښی طلب دبادشاه دی یوسف علیه السلام لره په دوهم ځل لیکن هرکله چه معلومه شوه بادشاه ته پاکدامنی دیوسف علیه السلام اوعلم اوصبردهغه نوزیات ئی کړو دالفظ چه (أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي) دپاره دعزت اود اکرام دهغه - اوهرکله چه هغه راغی او ورسره خبری اوشوی نودهغه د خبروتاثیراوشوپه بادشاه باندی نوهغه ئی دځان سره په اقتدار او مکانت کښی شریک کړو -
[۵۵] په دی آیت کښی یوسف علیه السلام تعیین کړی دی دمنصب مناسب پس دهغی نه چه بادشاه ده ته عام مکانت اوسپارلو اویوسف علیه السلام دځان دپاره داول نه طلب د مرتبی نه دی کړی نوپه دی آیت سره دلیل نیول دهغه چا دپاره صحیح نه دی چه دځان دپاره اقتدارطلب کوی ځکه چه په صحیح حدیث سره ثابت دی چه رسول اللّٰه ﷺ دطلب دامارت نه منع فرمائیلی ده (إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ) دا ذکردعلت دی دپاره دتخصیص دمنصب داتزکیه دنفس نه ده ځکه چه اللّه تعالٰی دتزکئی دنفس نه منع فرمائیلی ده اوتزکیه هم شی نو هم انبیاء علیهم السلام دپاره جائز ده په قرینه ددی قول د اللّه تعالٰی (هواعلم بمن التقیٰ) روستو ددی نه چه فلاتزکواانفسکم اودا په سورة نجم کښی راځی -