ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۱ يوسف
وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۶﴾ وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۵۷﴾ وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۵۷﴾ وَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَكُمْ مِنْ أَبِيكُمْ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَا خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ ﴿۵۹﴾
اودغسی ورکړی وو مونږیوسف علیه السلام ته په ځمکه کښی ځای جوړه وو به دهغی نه چه کوم ځای به ئی خوښه وه رسوو مونږخپل رحمت هغه چاته چه اوغواړو اونه برباد وو مونږبدله د ښائسته عمل کوونکو ﴿۵۶﴾
اوخامخا بدل دآخرت غوره ده هغه چالره چه ایمان ئی راوړی وی اوتقویٰ لری ﴿۵۷﴾
اوراغله رونړه دیوسف علیه السلام پس داخل شول هغه ته پس هغه اوپیژندل اودوی هغه لره ناآشنا گنړونکی وو ﴿۵۸﴾
اوهرکله چه تیارکړوهغه دوی لره سامان دسفرددوئ اوئیل هغه راولئ ماته رور ستاسو دپلارنه دی آیا تاسونه گورئ چه زه پوره ورکوم راشن اوزه ښه میلمستیا ورکوونکی یم ﴿۵۹﴾
[۵۶] په دی آیت کښی ذکردانعام دتمکین دی په یوسف علیه السلام باندی پس دصبرکولو دهغه نه په مصیبتونوباندی (وَكَذَلِكَ) کښی تیرشوی نعمتونوته اشاره ده دکوهی اوجیل نه راویستل اودبادشاه په زړه کښی دهغه عزت اچول (مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ) په آیت (۲۱) کښی ددی تمکین دپاره یوذریعه ذکرکړی وه یعنی په کوردعزیزدمصرکښی ځای ورکول اوپه دی آیت کښی په ځمکه دمصرکښی تمکین مراد دی ددی وجی نه ورپسی ئی اوفرمایل (يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ) اوپه دی کښی اشاره ده چه بادشاه عام اختیارات دملک هغه ته اوسپارل (بِرَحْمَتِنَا ) ددنیا بادشاهی او مالداری چه ددین دپاره استعمالیږی داهم رحمت دی (وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ) په دی کښی عام بشارت دی هغه چاته چه صبراوکړی په مصیبتونو اوځان بچ کړی دناروا کارونونه -
[۵۷] هرکله چه ذکرشو انعام دنیوی په تیرشوی آیت کښی نوذکرئی کړوپه دی آیت کښی انعام دآخرت دپاره دتزهیدفی الدنیا (خَيْرٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا) په دی اشاره ده چه خیردآخرت صرف په ایمان اوتقویٰ سره حاصلیږی اوخیرددنیا عام دی مؤمن او غیرمؤمن دواړو دپاره دی -
فائده: محقیقینو اومفسرینولیکلی دی چه عزیزمصرمړشو یادخپل منصب نه معزول کړی شو اودهغه په ځای یوسف علیه السلام مقرر کړی شو اوبادشاه دمصرایمان راوړو اود زلیخا سره نکاح دیوسف علیه السلام اودهغی دوباره ځوانیدل ثابت نه دی په صحیح روایت سره -
[۵۸] ددی آیت نه اووم مقام دی ترآیت اته شپیته پوری په دی کښی ذکرد راتللو درونړو دیوسف علیه السلام دی په اول ځل اوسبب جوړول دیوسف علیه السلام دی دوهم ځل راتللوته په طلب کولو درور خپل چه نوم دهغه بنیامین وو - اوپه واپس کولودقیمت هغوی ته - اوبیا تعلیم دپلار دی ځامنوته دطریقی ددوهم ځل دتللو دپاره ددفع دضرر - هرکله چه زمانه دقحط شروع شوه اواثردقحط کنعان ته اورسید اویوسف علیه السلام دغلی لوئ سټاک جمع کړی وو اوپه مصرکښی یوسف علیه السلام په ښه تدبیرسره تقسیم دغلی شروع کړی وو اودیوشخص دپاره چه حاضربه وو یو کَیل غله په مناسب قیمت سره مقرره وه نوداخبریعقوب علیه السلام ته اورسیدونو هغه لس ځامن راولیږل - په دی آیت (۵۸) کښی دهغوی راتلل ذکردی اوهرکله چه یوسف علیه السلام کښی فراست دنبوت موجود وو نودوی ئی اوپیژندل - اود رونړو دیوسف علیه السلام فراست کم وو اودائی په خیال کښی نه راتله چه یوسف علیه السلام به دی مقام ته رسیدلی وی نودوی هغه اونه پیژندو اگرچه هغه سره مخامخ شوی وؤ -
[۵۹] هرکله چه دوی دیوسف علیه السلام نه د غائب رور دپاره چه هغه بنیامین وو، حصه طلب کړه نوهغه ورته اوئیل چه چونکه غائب ته حصه نه ملاویږی نوهغه رورستاسوحاضرکړئ اودهغه حاضرولو ترغیب ئی ورکړوپه دی جملی سره (أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَا خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ) (مِنْ أَبِيكُمْ) یعنی دوی ورته وئیلی وو چه هغه زمونږ علاتی روردی مورئی زمونږنه جدا ده -