ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۲ يوسف
فَإِنْ لَمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِنْدِي وَلَا تَقْرَبُونِ ﴿۶۰﴾ قَالُوا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ ﴿۶۱﴾ وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُوا بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انْقَلَبُوا إِلَى أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۶۲﴾ فَلَمَّا رَجَعُوا إِلَى أَبِيهِمْ قَالُوا يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۶۳﴾
پس که تاسو هغه رانه وستو پس نیشته ستاسو راشن زماسره اونزدی کیږئ مه زما وطن ته ﴿۶۰﴾
اووی دوئ په غولولو سره به ئی طلب کوو دپلارنه اویقیناً مونږبه داکار کوو - ﴿۶۱﴾
او اوی یوسف علیه السلام خدمتگارانو ته واچوئ ددوی قیمت (اداکړی شوی) په سامان ددوئ کښی ددی دپاره چه دوی ئی اوپیژنی کله چه دوی واپس لاړ شی خپلوانوته شاید چه دوی واپس راشی ﴿۶۲﴾
پس هرکله چه دوی واپس اورسیدل پلارته اوی دوئ ای زمونږ پلاره منع کړی شوی دی زمونږنه راشن پس اولیږه زمونږسره زمونږرور چه راشن راوړو اویقیناً مونږبه دده حفاظت کوو ﴿۶۳﴾
[۶۰] په دی آیت کښی هم ترغیب ورکول دی دهغه په حاضرولو په ډیرتاکید اوتخویف سره - اوهغه دادی چه که تاسودی حاضرنه کړو نوتاسوبه دروغژن او دهوکه مار ثابت شئ نودوباره به تاسوته هم غله ملاؤ نه شی اونه به دی ملک مصرته راځئ -
فائده: طلب کول دیوسف علیه السلام خپل رور بنیامین لره اودهغه د حاضرولواوبیا ځان سره د ایسارولو طریقی جوړول داټول په حکم د اللّه سره وو - اگرچه په دی سره یعقوب علیه السلام ته تکلیف رسیدو -
[۶۱] په دی آیت کښی وعده دهغه ورونړو ذکر ده په باره دحاضرولو دبنیامین کښی دوجی د مجبورئ نه ځکه چه دوباره راشن نه میلاویږی (سَنُرَاوِدُ) مراوده وئیلی شی طلب کول په تدبیراوحیلی سره - ځکه چه بغیردتدبیرنه پلارئی دوئ ته نه حواله کوی -
[۶۲] په دی آیت کښی ذکر دی دهغی طریقی چه یوسف علیه السلام جوړه کړه دپاره دحاضرولو د رور خپل اوهغه طریقه داوه چه حکم ئی اوکړو خادمانوته چه ددوی قیمت په ددوی سامان کښی واپس کیږدئ - (لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا) ددی یوتوجیه داده چونکه کورنئ دیعقوب علیه السلام طعام بی پیسو نه اخلی نوهرکله چه دا پیسی واپس کړی شوی اوینی نوپلاربه داځامن دوباره مصرته را لیږی دقیمت دواپس کولو دپاره نوضرور ځان سره بنیامین راولی، دوهمه توجیه داده چه یوسف علیه السلام ته په څه ذریعه معلومه شوی وه چه په کوردیعقوب علیه السلام کښی نورمال نیشته نوپه دوباره راتللو قدرت نه لری، نو یوسف علیه السلام دا قیمت داحسان دوجی نه واپس کړو اودا قسم احسان حاکمانولره خپلوانو محتاجوسره جائزدی اوامام بخاری ددی دپاره باب ذکرکړی دی اوددی قیمت په پټه واپس کولوکښی حکمت دا وو چه یوسف علیه السلام ته معلومه وه چه کورنئ دیعقوب علیه السلام دډیرشرافت دوجی نه داسی عطیئ نه قبلوی (لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) غایه ده د يَعْرِفُونَهَا دپاره -
[۶۳] هرکله چه دوباره غله راوړل ضروری وو اود بنیامین بوتلل دهغی دپاره شرط وو نودسامان دپراسنتلونه وړاندی ئی درور مطالبه دپلارنه اوکړه اودهغی وجه ئی ذکرکړله چه (مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ) اومنع مشروط وه په رورنه راوستلو پوری (نَكْتَلْ) دائی ددی وجی نه اوئیل چه کیل دټولوئی مشروط کړی وو په رور حاضرولوپوری -