ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۳ يوسف
قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنْتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِنْ قَبْلُ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۶۴﴾ وَلَمَّا فَتَحُوا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي هَذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ذَلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ ﴿۶۵﴾
اوی ده آیا اعتباراوکړم په تاسوباندی دده په باره کښی مگرلکه چه اعتبارمی کړی وو په تاسو دده د ورور په باره کښی ددی نه پخوا پس اللّه تعالٰی ښه حفاظت کوونکی دی اوهغه زیات مهربان دی د نورو مهربانی کوونکونه ﴿ ۶۴ ﴾
اوهرکله چه دوی پرانستل سامانونه خپل او امونتلوئی قیمت خپل چه واپس کړی شوی وو دوئ ته اووی دوئ ای پلاره مونږلا نورڅه اوغواړو دازمونږقیمت دی واپس کړی شوی دی مونږته اوغله به راوړو خپل کورنئ دپاره اوحفاظت به کوو درور خپل اوزیات به راوړو بارد اوښ داراشن (پیمانه) لږ دی ﴿ ۶۵ ﴾
[۶۴] مراد ددی آیت دادی چه یقوب علیه السلام ددهغوی مطالبه مجبوراً اومنله دوجی دضرورت دغلی نه یا ددی وجی نه چه دغه رونړو دیوسف علیه السلام په شان حسد دی رور سره نه کوو - اوقیاس اوکړوپه تیره شوی واقعه باندی چه په باره د یوسف علیه السلام کښی مااعتماد کړی وو په تاسوباندی نواوس هم هغسی اعتماد په تاسوکوم لیکن مخکښی می باورکړی وو په حفاظت ستاسو اواوس په حفاظت د اللّه تعالٰی اعتماد اوباور کوم -
[۶۵] هرکله چه دوی ته تسلی حاصله شوه دپلاردطرف نه - نوسامان ئی پرانستو اوقیمت ئی بیا اومندلونوخوښحالی ئی ښکاره کړه اووی وئیل چه (مَا نَبْغِي) ددی یوتوجیه داده چه مونږددی نه زیات احسان نه غواړو ځکه چه مونږله ئی غله پوره راکړی ده - اوقیمت ئی هم واپس کړی دی په دی توجیه سره مَا، داستفهام دتعجب دی، دوهمه توجیه داده چه ای پلاره زمونږستانه نورقیمت نه غواړو داواپس کړی شوی مونږلره کافی دی په دی توجیه سره مَا، دپاره دنفی دی (ذَلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ) ذالک اشاره ده کیل د ورور ته چه داپه بادشاه باندی آسان کاردی یااشاره ده ټول راشن ته چه دوی راوړی دی اویسیرپه معنیٰ دلږسره دی -