ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۴ يوسف

قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿۶۶﴾ وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۶۷﴾

اوی یعقوب علیه السلام هیچ چیری نه لیږم دی تاسوسره تردی چه راکړئ ماته پوخ لوظ د اللّه تعالٰی په نوم چه ضروربه دی ماته راولئ مگرکه راگیرکړی شوئ‌ تاسو پس هرکله چه دوئ ورکړوهغه ته لوظ پوخ اوی هغه اللّه تعالٰی زمونږپه ویناذمه واردی ﴿ ۶۶ ﴾
اواوئیل ده ای بچوزما مه ورننوځئ دیوی دروازی نه او ورننوځئ ددروازو گنړونه او زه نشم اړولی ستاسونه د اللّه تعالٰی (دمصبت نه) هیڅ شی نه دی واک (اختیار) مگرصرف اللّه تعالٰی لره دی ماپه هغه باندی ځان سپارلی دی اوپه هغه باندی دی خاص ځان اوسپاری ځان سپارونکی ﴿ ۶۷ ﴾

[۶۶] مراد ددی آیت دادی چه یعقوب علیه السلام دځامنونه منع نه ده کړی بلکه مضبوطه وعده ئی طلب کړه اوهغوی ورسره هم وعده اوکړه اودپاره دتاکید یعقوب علیه السلام دا کلمه اوئیله چه (اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ) او (إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ) کښی مطلب دادی چه که تاسوټول راگیرکړی شوئ‌ نوپرواه نیشته که بنیامین تاسوسره گیرشی اوچه تاسو روغ او سالم ئی اوصرف بنیامین راگیرکړی شی نودا زه نشم منلی (وَكِيلٌ) په صفت د اللّه تعالٰی کښی معنیٰ داده چه هغه باندی توکل کیدلی شی یاپه معنیٰ دحافظ سره دی -
[۶۷] هرکله چه هغوی قصد اوکړو دسفرکولو مصرته نویعقوب علیه السلام هغوی ته ادب او طریقه اښودله چه دیوی دروازی نه مه داخلیږئ‌ اودروازی نه مراد دښاردروازی دی یامراد ترینه لاری دی ددی یوه وجه داوه چه په دوئ باندی بد نظر اونه لږی ځکه چه دوئ‌ لوی جماعت وؤ اوښائسته هیئت او شکل ئی لرلو - اوصحیح احادیث دلالت کوی په دی چه نظرلږیدل حق دی - اوپه احادیثو کښی دنظربد ددفع کولودپاره رقیات او دمونه اومختلف شرعی طریقی هم ذکردی - لیکن ددفع نظردپاره غیرشرعی طریقی اوټوټکی کول منع دی لکه وشم (خال لږول) اوابن قتیبه او خازن ذکرکړی دی چه په وخت دنظرکښی دسترگودناظرنه څه زهریلی جراثیم را ووځی په معیون (نظرکړی شوی) باندی اولږی اودا ټول په قدرت د اللّه تعالٰی سره دی - اودوهمه وجه ددی تدبیرداده چه دوی لوی جماعت دی په دوهم کرت مصرته ځی هسی نه چه مصروالا حسد اوکړی چه دی خلقوزمونږ غله خلاصه کړه نوددفعی دحسد دپاره دا تدبیراخودلو (وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ) دا ښکاره دلیل دی په دی خبره چه انبیاء علیهم السلام دهیڅ چانه ضرراو مصیبت نشی دفع کولی اگرچه ژوندی وی - نونوراولیاء اوبزرگان به پس دمرگ نه څه رنگی دچاامداد اوکړی شی (إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ) حکم دوه قسمه دی یوحکم تکوینی یعنی تصرفات اواختیارات اودوهم حکم تشریعی یعنی تحلیل اوتحریم کول اوشرع جوړول دا دواړه په اللّه تعالٰی پوری خاص دی په دی کښی د اللّه تعالٰی سره هیڅ څوک شریک نشی جوړیدی (عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ) په دی آیت کښی ئی تدبیرنه روستو امردتوکل کړی دی اشاره ده چه توکل سره د استعمال داسبابو دی د اسبابوسره هیڅ منافات نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>