ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۵ يوسف

وَلَمَّا دَخَلُوا مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُمْ مَا كَانَ يُغْنِي عَنْهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ وَلَمَّا دَخَلُوا عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَخَاهُ قَالَ إِنِّي أَنَا أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۶۹﴾ فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ ﴿۷۰﴾ قَالُوا وَأَقْبَلُوا عَلَيْهِمْ مَاذَا تَفْقِدُونَ ﴿۷۱﴾

اوهرکله چه دوی ننوتل دهغی دروازو نه چه امرکړی وو ورته پلار ددوئ نه وو هغه چه اړولی وی ددوی نه د اللّه تعالٰی (دمصیبت نه) هیڅ شی لیکن یوارمان ووپه زړه دیعقوب علیه السلام کښی چه پوره ئی کړو اویقیناً هغه دعلم خاوند وو ددی وجی نه چه علم ورکړی مونږهغه ته اولیکن ډیرخلق نه پوهیږی ﴿۶۸﴾
اوهرکله چه دوی ورننوتل په یوسف علیه السلام باندی جدائی کړو دځان سره ورور خپل اوئیل ورته یوسف علیه السلام یقیناً زه ستا ورور یم پس خفه کیږه مه په هغه کارونو چه دوئ ئی کوی ﴿۶۹﴾
اوهرکله چه تیارئی کړوسامان ددوئ نوکیخودوئی جام په سامان د ورور خپل کښی بیا اوچت آواز اوکړو آواز کوونکی ای قافلی یقیناً‌ تاسو غلاگرئی ﴿۷۰﴾
دوئ‌ اوی او مخامخ شول هغوئ‌ ته چه څه روک کړی دی تاسو ﴿۷۱﴾

[۶۸] په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه تدبیردانسان دتقدیرمقابله نه شی کولی (مَا كَانَ يُغْنِي عَنْهُمْ) داتصدیق دی دطرف د اللّه تعالٰی نه دکلام دیعقوب علیه السلام چه وَمَااغنی عنکم چه معلومه شی چه دهغه قول صرف تواضع نه وه بلکه حقیقت وو (لَذُو عِلْمٍ) دلته مراددعلم نه دادی چه په تدبیرسره تقدیرنه دفع کیږی اگرچه تدبیرشرعی کول لازم دی (لَا يَعْلَمُونَ) په دی کښی هغه خلق مراد دی چه اسباب او تدبیرخپل مؤثرحقیقی گنړی -
[۶۹] ددی ځای نه اتم مقام دی تر نهه اویایم (۷۹) پوری - په دی مقام کښی حاضرول دیوسف علیه السلام دی ورور خپل لره دځان سره اوبیا تدبیرکول دی په کیښودلو د سِّقَايَةَ (لوښی) سره په سامان دهغه کښی اوتهمت لږول په هغه باندی په غلاسره اوحکم کول دهغه په غلام تر یوکال پوری - اوویزاره کیدل د ورونړو دهغه نه اوتهمت لږول ددی ورونړو په یوسف علیه السلام باندی د غلاکولو اوطلب ددوی نجات دورور دیوسف علیه السلام نه - اوجواب دیوسف علیه السلام دوی ته ذکرشوی دی - په دی (۶۹) آیت کښی دوباره راتلل د ورونړودیوسف علیه السلام ذکر دی بیا یوسف علیه السلام هغه ځان ته را اوبللو اوهغه ته ئی راز ښکاره کړو - اوځان ته ئی ځکه را اوبللو چه یقین اوکړی چه دا زما ورور دی اوهغه له هم تسلی ورکړه اومعلومیږی چه هغه لره ئی خبرورکړو په دغه تدبیردپاتی کولوسره (فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) په دی کښی اشاره ده چه دی ورونړو پس دجدائی دیوسف علیه السلام نه بنیامین ته تکلیفونه رسول -
[۷۰] سِّقَايَةَ او صُوَاع: دیو لوښی دوه نومونه وو ځکه چه په دی لوښی شراب هم څښکلی کیدل اوپه دی پیمان دطعام هم کیدی شوه (إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ) په دی کښی یوتوجیه داده چه اعلان کوونکی دا آواز دخپل ځان نه کړی وو اوپه هغوی باندی تهمت دغلاپه خپل غالب گمان سره لږولی وو - دوهمه توجیه داده چه دا آوازئی دیوسف علیه السلام په حکم سره کړی وو - او إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ، په طریقه د تَورِئی سره دی یعنی همزه (ء) داستفهام په کښی محذوف دی - یاداچه تاسویوسف علیه السلام پټ کړی دی دپلارنه خودی کښی اوله توجیه غوره ده -
[۷۱] هرکله چه دوئ دخپلی پوهی مطابق غلا نه وه کړی نوځکه هغوی ته مخامخ شول اوتپوس ئی اوکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>