ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۶ يوسف
قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ ﴿۷۲﴾ قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ ﴿۷۲﴾ قَالُوا فَمَا جَزَاؤُهُ إِنْ كُنْتُمْ كَاذِبِينَ ﴿۷۴﴾ قَالُوا جَزَاؤُهُ مَنْ وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۷۵﴾
دوئ اوئیل روکه کړی ده مونږه پیمانه دبادشاه اوهغه چاچه راوړه هغه نو هغه لره بار داوښ دی (په انعام کښی) اوزه ددی ذمه واریم ﴿۷۲﴾
دوئ اوئیل قسم په اللّه تعالٰی تاسوښه پوهه ئی مونږدی له نه یوراغلی چه روانی دی اوکړو په دی ملک کښی اونه مونږغلاگریو ﴿۷۳﴾
دوئ اوئیل پس څه سزاده دغل که تاسودروغ وائی ﴿۷۴﴾
دوی اوئیل سزا دغل دهغه کس دی چه اوموندلی شی په سامان دهغه کښی پس هغه ئی سزاده دغه شان سزا ورکوو مونږظالمانوته ﴿۷۵﴾
[۷۲] په دی آیت کښی دلیل دی په جواز دانعام مقررولو په یوجائزکارباندی اودلیل دی په جوازدکفالت باندی - سوال: د غلاکوونکی دپاره کفالت او انعام ورکول خو جائزنه دی؟ جواب (۱): داقول دهغوی په امردیوسف علیه السلام سره وو اوهغه ته معلومه وه چه دوی غلا نه وه کړی ددی وجی نه جَاءَ بِهِ وئیلی دی سَرَقَ ئی نه دی وئیلی - جواب (۲): لِمَنْ جَاءَ نه مرادهغه څوک دی چه خبرراوړی چه صواع دفلانکی سره ده -
[۷۳] په دی آیت کښی جواب دهغوی دی په برائت خپل ځان سره دغلا او فساد نه (تَاللَّهِ) تا په قسم کښی په اسم اللّه پوری خاص ده اودتعجب یا مبالغی په ځای استعمالیږی (لَقَدْ عَلِمْتُمْ) کښی اشاره ده چه مخکښی ددی نه دوی په مصرکښی هیڅ خیانت اوظلم نه وو کړی دخپلو اوښانوخولی ئی تړلی وی دپاره ددی خبری چه دچا فصل اونه خوری -
[۷۴] یعنی هغوی ورته اوئیل چه که ستاسودروغ ثابت شی نودغل سزابه څه وی داتپوس په تعلیم د یوسف علیه السلام سره وو دخپل ورور د ایسارولودپاره گنی نو دمجرم نه د سزا تپوس نه شی کیدی - اودارنگ دهغوی وهم دفع کوی چه هغوی وهم اونه کړی چه تاسومونږه قصداً غلاگرثابتوئ دپاره ددی مونږله په خپل قانون سزا راکړئ -
[۷۵] یعنی په دین دیعقوب علیه السلام کښی دغل سزاداوه چه هغه به تر یوکال پوری مرئی گرځولی کیدو دپاره دمالک دمال اوقانون دمصرداوو چه د غل نه به دوچند تاوان اخستلی کیدو (الظَّالِمِينَ) ظلم نه مراد غلاده سزائی په شریعت دیعقوب علیه السلام سره غوره کړه په وحی د اللّه تعالٰی سره نودا ناسخ شوه دپاره دسزاورکولو په قانون دمصرکښی یاداچه اولاد د یعقوب علیه السلام مکلف وؤ په شریعت دیعقوب علیه السلام اومکلف نه وؤ په قانون دمصرسره -