ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۷ يوسف
فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِعَاءِ أَخِيهِ كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ ﴿۷۶﴾ قَالُوا إِنْ يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَهُ مِنْ قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ ﴿۷۷﴾ قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۷۸﴾
پس شروع اوکړه په سامانونودهغوی وړاندی دسامان دورور نه بیائی را اوخکو هغه لوخی دسامان دورورخپل نه دغه شان طریقه خودلی ده مونږ یوسف علیه السلام ته نه وو دی چه راټینگ کړی وی ورور خپل په قانون دبادشاه کښی مگرکیږی هغه چه اللّه تعالٰی غواړی پورته کوو مونږدرجی دهغه چاچه چه اوغواړو مونږ اوپورته دهرخاوند دعلم نه لوی عالم شته ﴿۷۶﴾
اوئیل دوی که ده غلاکړی وی (نوعجیبه نه ده) ځکه چه غلاکړی وه ورور دده پخوا ددی نه پس پټ اوساتلویوسف علیه السلام ددی جواب په خپل زړه کښی اوښکاره ئی نه کړودوی ته هغه اوئیل تاسو ددی نه زیات بدترحال والا ئی او اللّه ښه پوهه دی په هغه باندی چه تاسوئی بیانوئ ﴿۷۷﴾
دوی اوئیل ای عزیزه یقیناً دده پلار دی مشرډیر بوډا پس اونیسه بل تن زمونږه دده په ځای یقیناً مونږتاوینو دښائسته کار کوونکونه ﴿۷۸﴾
[۷۶] دنورو ورونړو په سامان لټولوئی اول شروع اوکړه چه دوی چیرته شکیان نه شی چه گنی دالوښی دوی په خپله ایښی دی (كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ) داجواب دهغی شبهی دی چه یوسف علیه السلام په دی طریقی سره خپل پلارته تکلیف ورکړو اوورورئی هم بدنام کړو اوداخوشرعاً جائزنه دی؟ دجواب حاصل دادی چه داتدبیراللّه تعالٰی یوسف علیه السلام ته ښودلی وؤ یوسف علیه السلام دځان نه نه وؤ کړی اوبل دلیل ددی إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ دی چه داکارپه مشیت شرعی د اللّه تعالٰی سره وؤ - بیاکه څوک شبهه اوکړی چه مونږله داسی حیلی جائزدی نوجواب اوشوپه دی لفظ سره چه لِيُوسُفَ اولام دلته دپاره دتخصیص دی یعنی داتدبیرخاص وو په یوسف علیه السلام پوری په دی باندی قیاس کول دپاره دجواز دحیلومنع دی اوحیله سقاط مروجه دپاره خوهیڅ دلیل شرعی نیشته (وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ) که څوک شبهه اوکړی چه اللّه تعالٰی هم علم والادی - نوآیا دهغه پاسه هم علیم کیدی شی؟ نوجواب دادی چه ذوعلم اللّه تعالٰی ته شامل نه دی ځکه چه دعلم حمل په اللّه تعالٰی باندی په واسطه د ذو سره نقل ثابت نه دی داآیت دلیل دی چه په علم کښی ډیرتفاوت دی هیڅ عالم له داجائزنه دی چه په علم باندی فخراو لوی اوکړی او آخری مرجع دعلم اللّه تعالٰی دی -
[۷۷] هرکله چه په دوی باندی غلاثابته شوه نودوی خپل ځان دهغی نه بری کوؤ - نووی وئیل چا دابنیامین زمونږ خپل ورور نه دی - دده خپل ورور بل وؤ - اوهغه هم غلاکړی وه نوده هم غلااوکړه - یوسف علیه السلام په دی وخت کښی دوی ته جواب ورنکړو او (أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا) ئی پټ اوویل او (وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ) ئی ښکاره اوئیل (فَأَسَرَّهَا) ضمیرا راجع دی مابعد (أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا) ته یاجواب دکلمی دهغوی دی یاراجع دی حجت ته -
فائده: نسبت دغلا کښی یوسف علیه السلام ته ، غوره قول دادی چه ده خپل نیکه (دموردپلار) نه په وړوکوالی کښی بت پټ کړی وواومات کړی ئی وو دپاره ددی چه هغه شرک پریږدی نودوی بدنام کړوپه په غلاسره -
[۷۸] چونکه دوی پلارسره وعده کړی وه چه بنیامین به واپس راولو ددی وجی نه ئی عزیزمصر (یوسف علیه السلام) ته درخواست پیش کړو چه په هغی کښی دری خبری وی - اول عذرپیش کول چه پلار دده بوډا دی - دوهم بدل پیش کول چه زمونږنه یوتن دده په ځای واخله - دریم تعریف کول دعزیرمصر (یوسف علیه السلام) چه ستاصفات دمحسنینو دی اومخکښی دی هم زمونږسره احسان کړی دی -