ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۸ يوسف

قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ نَأْخُذَ إِلَّا مَنْ وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهُ إِنَّا إِذًا لَظَالِمُونَ ﴿۷۹﴾ فَلَمَّا اسْتَيْأَسُوا مِنْهُ خَلَصُوا نَجِيًّا قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُمْ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ وَمِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُمْ فِي يُوسُفَ فَلَنْ أَبْرَحَ الْأَرْضَ حَتَّى يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۸۰﴾

ده اوئیل پناهی غواړم په اللّه تعالٰی سره ددینه چه اونیسم سیوا دهغه چانه چه موندلی مونږ سامان خپل دهغه سره یقیناً (مونږپه دغه وخت) خامخا دظالمانونه یو ﴿ ۷۹ ﴾
پس هرکله چه دوی ښه ناامیده شو دهغه نه جدا شول جرگه کوونکی اوئیل مشرددوئ آیا تاسو خبرنه ئی چه ستاسوپلار اخستلی وو ستاسونه لوظ پوخ په نوم د اللّه تعالٰی او پخواهم تاسوقصورکړی دی په باره دیوسف علیه السلام کښی پس چیری نه پریږدم دا ملک تر هغی چه اجازت را اولیږی ماته پلاریافیصله اوکړی اللّه تعالٰی مالره اوهغه ډیرښه فیصله کوونکی دی ﴿ ۸۰ ﴾

[۷۹] دا دلیل دی په دی خبره چه دمجرم په ځای غیرمجرم نیول دشرکاردی چه دهغی نه پناهی غوښتل په کاردی اودارنگی دا ظلم هم دی او (وَجَدْنَا) لفظ ئی ځکه استعمال کړی دی چه تصریح دهغه په غلا اونه کړی شی -
[۸۰] ددی آیت نه نهم (۹) مقام دی تر آیت (۸۷) په دی مقام کښی ذکرشوی ده مشوره ددوی په کورنئ کښی، اوپاتی کیدل دمشرورور ددوی نه په مصرکښی اولیږل دنورو ورونړو پلارته دپاره دتفصیل دحال اوزیاتیدل دغم دپلار اویادول یوسف علیه السلام لره اومنع کول ددوی پلارلره دیادولو دیوسف علیه السلام نه اوجواب دپلاردوی ته اوحکم کول دپلاردوی ته په دریم ځل دتلومصرته دپاره دطعام اودپاره دطلب دیوسف علیه السلام اود ورور دهغه - په دی (۸۰) آیت کښی ذکرشوی دی عزم دمشرورور ددوی نه په پاتی کیدلوباندی په مصرکښی اودهغی دوه اسباب دی - یولوظ کول دپلارسره بل دیوسف علیه السلام په باره کښی دکوتاهئ کولو تدارک کول (مِنْهُ) ضمیرراجع دی یوسف علیه السلام ته یاراجع دی ورور بنیامین ته (نَجِيًّا) مفرد دی په معنیٰ دمناجی په تقدیردی فوجا نجیاً (نوپه معنیٰ دجمع سره دی) یامصدردی په معنیٰ دذوی نجوٰی (مَا فَرَّطْتُمْ) ماموصوله دی یا مصدریه دی (يَأْذَنَ لِي) مراد د اذن نه رابلل دی خپل وطن ته (أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي) یعنی وروربه ماته واپس کړی یاپه ماباندی مرگ راشی یاپه ورور باندی مرگ راشی نومراد حکم نه حکم تقدیری دی بعضو ددی نه حکم دقتال اخستلی دی لیکن هغه ضعیف قول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>