ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۴۹ يوسف
ارْجِعُوا إِلَى أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ ﴿۸۱﴾ وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۸۲﴾ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۸۳﴾ وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۸۴﴾
واپس لاړ شئ پلار خپل ته پس اوائی ای زمونږ پلاره یقیناً ستا ځوی غلا کړی ده اومونږ گواهی نه درکوو مگرپه هغه څه چه مونږپری خبر یو اونه یو مونږ دغیبو خبر لرونکی ﴿۸۱﴾
اوتپوس اوکړه دهغی کلی نه چه مونږپه هغی کښی وؤ اودهغه قافلی نه چه مونږپه هغی کښی راغلی یو اویقیناً مونږ خامخا رشتیا وایو ﴿۸۲﴾
اووی (پلار) بلکه خائسته کړی دی تاسوته نفسونو ستاسو څه خبره پس صبرخائسته (ښه کاردی) امید دی چه اللّه تعالٰی به راولی ماته دا ټول په یوځای یقیناً هغه په هرڅه پوهه او حکمتونووالا دی ﴿۸۳﴾
اومخ ئی واړؤو دهغوی نه او اووئیل های افسوس دی په یوسف پسی اوسپینی شوی وی سترگی دهغه دغم دوجی نه اودی د خفگان نه ډک وؤ ﴿۸۴﴾
[۸۱] (إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ) داپه اعتباردظاهر او غالب گمان سره دی داهم حکم دی په اعتباردعلاماتوسره چه هغه دسامان دورور نه صواع راویستل وؤ (وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ) مراد دغیب نه حقیقت د غلاکولو دی یامراد ددی نه حال دورور دی چه دی به غلا کوی اوبیا به راگیریږی په مرئی والی کښی - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه ظنِّ غالب ته هم شرع کښی علم وئیلی کیږی - اودارنگ گواهی ورکول په ظنِ غالب سره جائزدی -
[۸۲] په دی آیت کښی داثبات دصدق دپاره دوه قسمه شهادت پیش کوی - یودمصروالو نه تپوس کول اوبل دقافلی والو نه (الْقَرْيَةَ) په دی کښی مضاف محذوف دی یعنی اهل القریة اومراد ترینه مصردی -
[۸۳] دلته هم یعقوب علیه السلام قیاس اوکړو په اول ځل - لیکن داقیاس دواقعی سره موافق نه وو - او دا دلیل دی په دی باندی چه انبیاء علیهم السلام په غیب باندی نه پوهیږی (أَمْرًا) مراد ترینه دبنیامین بوتلل اوپه تهمت دغلا کښی حصارول دی یاشهادت دغلاکولو په هغه باندی په خیال دنفسونو ستاسو کښی دی - حقیقت کښی هغه غلا نه وه کړی (عَسَى اللَّهُ) دا امید دیعقوب علیه السلام دوجی دخوب د یوسف علیه السلام نه وو داخبره یقینی وه - لیکن کله د یقین تعبیرکیدی شی په لفظ د عَسَی سره -
[۸۴] په دی آیت کښی اظهار دغم دیعقوب علیه السلام دی په یوسف علیه السلام باندی - اوحال دادی چه دی وخت کښی غم دجدائی دبنیامین راغلی وو - نووجه ددی داده چه په وړوکی غم سره عادتاً لوی غم تازه کیږی اوسپین والی دسترگو دوجی د ډیروالی داوښکونه وو - ددی نه دا نه لازمیږی چه هغه ړوند شوی وؤ ( يَا أَسَفَى) دا شکوه ده اللّه تعالٰی ته مخلوق ته نه ده په قرینه د تَوَلَّى عَنْهُمْ اوپه قرینه د (۸۶) آیت اودا په معنیٰ د یااللّه ارحم علی اسفٰی دی (یااللّه رحم اوکړی په غم زماباندی) -
فائده: ډیروالی دحزن په انبیاء علیهم السلام اواوښکی توئیدل دسترگونه، جائزدی - ځکه چه شرعاً منع نه دی اوزمونږ نبی ﷺ هم په ابراهیم (بچی) پسی ژړلی وواود سترگونه ئی اوښکی بهیدلی وی او (كَظِيمٌ) د زړه غم ته اشاره ده منع په شرع کښی په غم کښی چغی اوساندی وهل دی او جامی شلول دی اوناجائزکلمات وئیل دی اودا دمبتدعینوعادت دی -