ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۰ يوسف

قَالُوا تَاللَّهِ تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ ﴿۸۵﴾ قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْأَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۷﴾ فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَيْهِ قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَا إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ ﴿۸۸﴾

دوئ اوئیل قسم په اللّه تعالٰی ته همیشه یادوی یوسف علیه السلام لره تردی چه ته شی رنځور یاته شی دمړونه ﴿۸۵﴾
اوی پلار یقیناً زه خو ښکاره کوم خپل درد اوغم اللّه تعالٰی ته اوپوهه یم د اللّه تعالٰی دطرف نه په هغه څه چه تاسو پری نه پوهیږئ ﴿۸۶﴾
ای زما ځامنو لاړشئ‌ پس ډیرتلاش اوکړئ دیوسف علیه السلام اود ورور دهغه اومه ناامیده کیږئ‌ درحمت د اللّه تعالٰی نه یقیناً نه ناامیده کیږی درحمت د اللّه تعالٰی نه مگر کافر قوم ﴿۸۷﴾
پس هرکله چه دوی ورداخل شو هغه ته اوئیل دوی ای عزیزه رسیدلی ده مونږته او کورنئ زمونږته سختی (لوږه) اوراوړلی دی مونږقیمت لږپس پوره راکړه مونږته راشن اولحاظ اوکړه مونږسره په نرخ کښی یقیناً اللّه تعالٰی ښه بدله ورکوی لحاظ کوونکولره ﴿۸۸﴾

[۸۵] داد ځامنوشفقت دی په پلارباندی چه دغم دوجی نه مریض نه شی یا مړنه شی - داحسد نه دی د یوسف علیه السلام په ذکرباندی ځکه دوی توبه ویستلی وه (تَفْتَأُ) کښی لامخذوف دی اوپه معنیٰ داثبات سره دی همیش والی ته وئیلی شی (حَرَضًا) هغه څوک چه دمرض یادغم دوجی نه جسم ئی ویلی شی اومرگ ته نزدی شی -
[۸۶] دا دلیل دی‌ په دی خبره چه دغم شکایت کول اللّه تعالٰی ته سنت دپیغمبرانو دی (بَثِّي) بث ډیرغم ته وئیلی شی چه بی اختیاره خوراو مشهورشی اوپه دی کښی غم دیوسف علیه السلام ته اشاره ده او (حُزْنِي) کښی دبنیامین جدائی ته اشاره ده (وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ) مرا ددی نه تعبیردخوب د یوسف علیه السلام دی چه دلیل دی یوځائی کیدلو دهغوی دپلارسره یا مراد د (مَا لَا تَعْلَمُونَ) نه اجابت ددعا دعاجزی کوونکی دی اللّه تعالٰی ته -
[۸۷] تَحَسَّسُ طلب دشی دی په حواسو سره اواکثراستعمالیږی په خيرکښی او تجسُّس طلب دشی په پټه سره اواکثرمستعملیږی په شرکښی - اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه ناامیدی درحمت د اللّه تعالٰی نه کفردی ځکه چه ناامیدی کوونکی درحمت د اللّه تعالٰی نه منکروی (دقدرت دهغه نه) اوانکارکول د قدرت د اللّه تعالٰی نه کفردی اونور تحقیق ددی آیت په سورة حجر (۵۶) کښی راتلونکی دی -
[۸۸] ددی ځای نه لسم مقام دی تر (۹۳) پوری په دی مقام کښی ذکرکیږی راتلل د ورونړو دیوسف علیه السلام مصرته په دریم ځل - اوتصدیق طلب کول دعزیزمصر (یوسف علیه السلام) نه اوپیژندگلو دهغوی دیوسف علیه السلام سره اوبیا اقرار ددوی په فضیلت دیوسف علیه السلام اوپه جرم خپل اوپه معافئ کولودهغه دوئ ته اوبیا قمیص لیږل پلارته دپاره دتسلئ - په دی‌ (۸۸) آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه شکوه مخلوق ته جائزده په وخت دسخت ضرورت کښی لیکن صبرکول بهتردی (مُزْجَاةٍ) دفع کړی شوی ته وئیلی شی مراد ترینه لږ دی چه په مقابله دبیعه کښی (چه ډیرقیمت والاوی) دفع کولی شی دا مراد نه دی چه کوټه دی ځکه چه کوټه قیمت په سودا اخستلوکښی نشی پیش کیدلی (فَأَوْفِ) مراد دادی چه مخکښی تا مونږله څومره غله راکړی ده هغه مقدار مونږله راکړه په لږوپیسو اوداتصدق دی چه مونږستانه غواړو - اومراد تصدق نه روایت کول دی په قیمت کښی اوهرکله چه دوی د عزیزمصر اعمال دمؤمنانوپه شان اولیدل نوددی وجی نه ئی اوئیل إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ -
فائده: طلب دتصدق هغه چانه کیدی شی چه محتاج وی ثواب ته ددی وجی دعا غوښتل د اللّه تعالٰی نه مکروه دی په دی الفاظوسره چه اللّهُمَّ تَصَدَّق علَیَّ داد حسن اومجاهد نه روایت دی - ابن کثیراوابن جریرذکړدی اگرچه په دی باندی اعتراض دی چه په حدیث وارد دی صدقة تصدق اللّه بها علیکم -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>