ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۱ يوسف

قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَا فَعَلْتُمْ بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنْتُمْ جَاهِلُونَ ﴿۸۹﴾ قَالُوا أَإِنَّكَ لَأَنْتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَا يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۹۰﴾ قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللَّهُ عَلَيْنَا وَإِنْ كُنَّا لَخَاطِئِينَ ﴿۹۱﴾

هغه اوئیل آیا تاسو یاد دی هغه چه تاسوکړی وو د یوسف علیه السلام سره اود ورور دهغه سره کوم وخت چه تاسوناپوهه وئ ﴿۸۹﴾
دوئ اوئیل آیا ته یوسف ئی هغه اوئیل زه یوسف یم اودا می ورور دی یقیناً اللّه تعالٰی احسان کړی دی په مونږباندی یقیناً چا چه تقویٰ اوکړه اوصبرئی اوکړو نویقیناً اللّه تعالٰی نه بربادوی بدله ددغه خائسته عمل کؤونکو ﴿۹۰﴾
دوی اوئیل قسم دی په اللّه تعالٰی یقیناً غوره کړی ئی ته اللّه تعالٰی په مونږباندی اویقیناً مونږخطا کاریو ﴿۹۱﴾

[۸۹] (قَالَ هَلْ) تپوس کول مراد نه دی بلکه مقصد عظمت او تقبیح ددغه عمل ده چه دوی دیوسف او ورور سره کړی وؤ په دی آیت کښی تعارف دیوسف علیه السلام د ورونړو سره اونسبت دجهل دی هغوی ته په سبب دحسد اوظلم کولو ددوی یوسف علیه السلام اود ورور دهغه سره - اودا دلیل دی په دی خبره چه ورونړه دیوسف علیه السلام پیغمبران نه وؤ ځکه چه نبی دنبوت نه مخکښی هم دجهل نه معصوم وی -
[۹۰] په دی آیت کښی اشاره ده دی خبری ته چه تقویٰ اوصبرسبب دنجات اورفع ددرجاتو دی او دا دواړه اسباب داحسان دی (أَإِنَّكَ لَأَنْتَ يُوسُفُ) سوال: کښی خو تاکید او یقین نه جمع کیږی دلته همزه استفهامی اوانَّ اولام دپاره دتاکید دی؟ جواب دا جمع کیدل ددوه حالتونو دی یعنی اول دوی په شک کښی وؤ نوزرئی یقین پیداشو (قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا) مراد ددی نه توفیق دصبردی په مصیبتونوکښی بیاجمع کول د دواړو ورونړو دی اودارنگ بچ ساتل ددی دواړو دحسد دهغه کارونونه چه نوررونړو ئی کول -
[۹۱] اقرار ددوی په غوره والی دیوسف علیه السلام باندی دلیل دی دعدم نبوت ددوی (وَإِنْ كُنَّا لَخَاطِئِينَ) دا دلالت کوی په دی خبره چه دخطاء اطلاق کله کله په گناه کبیره هم کیږی - اوددی اقرار په ضمن کښی لب دمعافئ موجود دی اوخازن فرق ذکرکړی دی په مینځ دخاطی او مخطی کښی چه اول په گناه عمداً کښی استعمالیږی اومخطی په خطا کښی استعمالیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>