ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۲ يوسف

قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۹۲﴾ اذْهَبُوا بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹۳﴾ وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلَا أَنْ تُفَنِّدُونِ ﴿۹۴﴾ قَالُوا تَاللَّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلَالِكَ الْقَدِيمِ ﴿۹۵﴾ فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۹۶﴾ قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ ﴿۹۷﴾

ده اوئیل هیڅ ملامتیانیشته په تاسوباندی نن بخنه دی اوکړی اللّه تعالٰی تاسوته اوهغه زیات رحم کوونکی دی درحم کوونکونه ﴿۹۲﴾
یوسئ دا زما قمیص پس واچوئ په مخ دپلارزما شی به روغو سترگووالا اوراولئ ماته خاندان ستاسو ټول ﴿۹۳﴾
وهرکله چه جدا شوله قافله (دآبادئ د مصرنه) اووی پلارددوئ یقیناً زه خامخا موممه بوئی دیوسف لره که تاسوما بی عقله نه گنړئ ﴿۹۴﴾
اوئیل دوی قسم په اللّه تعالٰی یقیناً ته خامخا مینه په زړه کښی ئی ﴿۹۵﴾
پس هرکله چه راغی زیری ورکؤونکی واچؤوقمیص په مخ دهغه باندی نوبیائی سترگی روښانه شوی اوئیل‌ پلارآیا نه ؤو وئیلی ماتاسوته چه یقیناً زه پوهه یم د اللّه تعالٰی دطرف نه په هغه څه چه تاسوپری نه پوهیږئ‌ ﴿۹۶﴾
دوی اوئیل پلاره زمونږه بخنه اوغواړه مونږلره دگناهونوزمونږیقیناً مونږیقیناً مونږخطاکاروو ﴿۹۷﴾

[۹۲] دا خائسته خوئ د نبوت دی چه ظلم کوونکوته معافی کوی - اودغه رنگ رسول اللّٰه ﷺ په ورځ د فتح دمکه کښی وئیلی وؤ چه زه هغه خبره کوم تاسوته کومه چه یوسف علیه السلام خپلو ورونړو ته وئیلی وه - (تَثْرِيبَ) ملامتیا او زورنه ورکول په ذکردگناهونو کړو شووسره (الْيَوْمَ) یعنی نن ورځ د ملامتیا ده لیکن چه نن ملامتیا نه درکوم بیا خوبالکل ملامتیا نیشته (يَغْفِرُ اللَّهُ) جمله دعائیه ده یاجملیه خبریه ده او (هُوَ أَرْحَمُ) علت دهغی دی -
[۹۳] اوقمیص لیږل په سبب دوحی سره وو ځکه هغه سبب اوگرځید په شِفَا د سترگو د یعقوب علیه السلام کښی اودا مشهوره ده چه دا قمیص په میراث دابراهیم علیه السلام کښی ده ته رارسیدلی وؤ خو ددی خبری دلیل نیشته -
[۹۴] ددی آیت نه یوولسم مقام دی تر آیت (۹۸) پوری په دی کښی ذکرشوی دی موندل د یعقوب علیه السلام بوئی دقمیص دیوسف علیه السلام لره، اوبیا بشارت راتلل، اوبیااستغفارغوښتل دځامنودپلارنه اووعده کول دپلاردهغوی سره موندل د یعقوب بوئی دیوسف علیه السلام لره په طریقه دخرق عادت اودمعجزی سره وونه نوووپه طریقه دعلم غیب سره -
[۹۵] (قَالُوا) کښی هغه کسان مراد دی چه دیعقوب علیه السلام رشته داران اونمسی ووځکه چه ځامن ئی غائب وو او (ضَلَالِكَ) ضلال په دی آیت کښی په معنیٰ دمحبت دی اونه دی په معنیٰ دگمراهئ ځکه چه نسبت دگمراهئ کول پیغمبرته کفروی -
[۹۶] مراد دبشیرنه هغه کس دی چه مخکښی ئی قمیص دیوسف علیه السلام ککړدوینو راوړی وؤ (فَارْتَدَّ بَصِيرًا) معنیٰ داده چه سترگونه ئی هغه بیماری لری شوه اونظرئی په ځای شو (أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ) کښی اشاره ده هغه جملی ته چه‌ په آیت (۸۶) شپږاتیایم کښی تیره شوی ده -
[۹۷] په دی آیت کښی دلیل دی چه وسیله نیول په دعادژوندی حاضر سره جائزده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>