ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۴ يوسف

رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۱۰۱﴾ ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ ﴿۱۰۲﴾ وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۴﴾

ای ربه تاراکړی ده ماته بعضی بادشاهی اوخودلی ده تاماته د حقیقت دخبرو نه ای پیدا کونکیه د آسمانونو او د ځمکی ته کارساز ځما ئی په دنیا او اخرت کښی واخلی مالره د اسلام په حالت کښی اویوځای کړی ما (پس دمرگ نه) دنیکانوسره ﴿۱۰۱﴾
داچه ذکرشوبعضی دخبرونو دغیب نه دی وحی کؤو مونږتاته اونه وی ته ددوئ سره (حاضر) کله چه هغوی پخه وو تدبیرخپل اودوئ‌ مکرونه کول ﴿۱۰۲﴾
اونه دی زیات خلق اگرچه ته حرص کوی ایمان راوړونکی ﴿۱۰۳﴾
اونه غواړی ته ددوئ‌ نه په دی باندی څه عوض نه دی دامگر نصیحت دی ټولو لره ﴿۱۰۴﴾

[۱۰۱] په اختتام دواقعه کښی ذکر ددعا اشاره ده چه یوسف علیه السلام سره دبادشاهئ نه هم اللّه تعالٰی ته عاجزی کوؤنکی محتاج وؤ نود اللّه تعالٰی سره شریک نه شی جوړی دلی، په دی دعا کښی توسل دی په انعام ظاهری د اللّه تعالٰی سره چه بادشاهی ده - اوپه انعام باطنی چه علم دی اوبیا توسُّل دی په اسماؤ د اللّه تعالٰی چه فاطِر او وَلیِ دی (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) مقصود په دی کښی دعا دمرگ نه ده ځکه چه حدیث صحیح کښی د هغی نه منع راغلی ده - بلکه مقصود طلب دبقاء ده په اسلام باندی ترمرگه پوری (وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) مقصد په دی کښی یوځای کول دروح دده دی پس دمرگ نه د صالحینو سره په رفیق اعلٰی کښی لکه چه رسول اللّٰه ﷺ په وخت دځنکدن کښی دادعا غوښتلی وه چه (اللّهم الرفیق الأعلٰی) -
[۱۰۲] ددی ځای نه ترآخر دسورة پوری تتمه ده چه مشتمله ده په شپږو امورو باندی - اول صدق د رسول اللّٰه ﷺ اوتسلی ده هغه ته - دوهم زجرورکول مشرکانوته په اعراض کولو ددلیلونو دتوحید نه اوپه گډولو دشرک دایمان سره اودریم تیزی ورکول په دعوت باندی دپاره ددفع دعذاب - اوڅلورم جواب دسوال دمنکرینو دی - اوپنځم تسلی ورکول پیغمبرته په نصرت د اللّه تعالٰی باندی - اوشپږم بیان دصدق د قرآن دی - په دی (۱۰۲) کښی اثبات دصدق د رسول اللّٰه ﷺ دی په دلیل دعدم حضورد رسول اللّٰه ﷺ د ورونړو دیوسف سره اوسره ددی نه چه خبردهغوی ئی بیان کړی دی پوره پوره په رښتیاسره اودارنگ په سورة العمران آیت (۴۴) کښی اوسورة قصص آیت (۴۶،۴۵،۴۴) کښی هم دی -
[۱۰۴-۱۰۳] په دی دوو آیتونوکښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اومقصد دادی چه سره دصداقت ستا چه ستادطرف نه حرص هم دی په هدایت ددی مشرکانو اواجرت نه اخستل دی اوپوره وعظ پیش کول دی بیاهم ددوی ایمان نه راوړل په وجه دعناد ددوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>