ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۵ يوسف
وَكَأَيِّنْ مِنْ آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ ﴿۱۰۵﴾ وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ ﴿۱۰۶﴾ أَفَأَمِنُوا أَنْ تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِنْ عَذَابِ اللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۰۷﴾
اوډیر دلیلونه دتوحید د اللّه تعالٰی دی په آسمانانواو ځمکه کښی چه دوئ پری هروخت ورتیریږی اوبیا هم دوئ دهغی نه مخ گرځوی ﴿۱۰۵﴾
اوایمان نه لری زیات خلق په اللّه تعالٰی باندی مگرحال دا چه شرک هم کوی ﴿۱۰۶﴾
آیا په امن کیدی شی دوئ ددی نه چه راشی په دوئ باندی یوراگیروونکی دعذاب د اللّه تعالٰی نه یابه راشی دوئ ته قیامت ناگاهه اودوئ به نه پوهیږی ﴿۱۰۷﴾
[۱۰۵] په دی آیت کښی زجردی مشرکینوته په اعراض کولو ددوی دد لیلونو دتوحید نه لکه چه اعراض کوی درسول دوحی نه ( يَمُرُّونَ) مراد ددی نه تیرول دنظردی په دغه څیزونوباندی -
[۱۰۶] په دی آیت کښی زجردی په گډولو دشرک ایمان سره اودا تفسیرداعراض دی - اومطلب دآیت دادی چه ډیرخلق داسی شته دی چه اقرارکوی چه اللّه تعالٰی خالق او مالک دی اوکله ترینه په مصیبتونوکښی مدد هم غواړی اودعاگانی غواړی اوکله نورعبادتونه هم کوی لیکن سره دهغی دشرک عقیده لری - اودشرک کارونه کوی یعنی د اللّه تعالٰی نه سیوا نورهم کارسازاو مددگارگنړی اوعالم الغیب ئی گنړی اودهغوی نه غائبانه مدد غواړی اودهغوی په نوم باندی نذرونه او منختی کوی - نودا خلق یقیناً مشرکان دی - اودغه ایمان ددوی په وجه دشرک ددوی برباد دی اودا آیت صریح دی چه هرکله د ایمان سره دشرک عقیده گډه شی نوهغه ایمان برباد شی ددی وجی نه په دغه اقرار سره فقط ده ته مؤمن نه شی وئیلی کیدی بلکه مشرک به وی اوابن کثیرلیکلی دی چه په دی عمل کښی ریاء او خپل مټوته مزی تړل اوقسم په غیراللّه باندی هم داخل دی -
[۱۰۷] هرکله چه مخکښی آیتونوکښی اعراض او شرک ذکرشو نودا آسباب دعذاب دی - اوپه دی آیت کښی تخویف په عذاب سره ذکرکوی نوداسی شوه چه مخکښی آیتونوکښی سبب ذکرشو اوپه دی آیت کښی مسبب ذکرکوی -