ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۶ يوسف
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۸﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۰۹﴾
ته اووایه دا ځما لار ده چه بلنه کؤم توحید د اللّه تعالٰی ته په دلیل سره زه او څوک چه ځما تابعدار دی اوپاکی ده اللّه تعالٰی لره او زه نه یم دمشرکانو دډلی نه ﴿ ۱۰۸ ﴾
اونه دی لیږلی مونږستانه مخکښی مگرنارینه چه وحی کوله مونږهغوی ته دلویو کلووالونه آیا پس دوئ نه گرځی په ځمکه کښی پس چه اوگوری (دعبرت په نظر) چه څرنگه وو اخری انجام دهغه خلقو چه دوئ نه مخکښی وو او خامخا کور روستنی غوره دی هغه چالره چه تقویٰ لری آیا پس دعقل نه کارنه اخلئ ﴿ ۱۰۹ ﴾
[۱۰۸] په دی آیت کښی تیزی ورکول دی په دعوت باندی اودا علاج دی دپاره ددفع کولودعذاب چه ذکرشو په تیرشوی آیت کښی (أَدْعُو إِلَى اللَّهِ) تفسیردی د (هَذِهِ سَبِيلِي) اوپه (وَمَنِ اتَّبَعَنِي) کښی اشاره ده چه تابعداردنبی هغه څوک دی چه دعوت ورکوی توحید طرف ته (عَلَى بَصِيرَةٍ) اشاره ده علم ددلیلونوته یعنی دعوت په علم سره ضروری دی (وَسُبْحَانَ اللَّهِ) په دی کښی ذکر دعقیدی ددعوت کوؤنکی دی اوابن کثیروئیلی دی چه د سبحان اللّه معنیٰ داده چه شریک او نظیراوولد اووالد او صاحب اووزیر اومشیر ئی نیشته (وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ) دا کلمه دبرائت ده د ټولومشرکانو نه -
[۱۰۹] په دی آیت کښی جواب دشبهی دمشرکینودی چه هغوی وئیل چه ته رجل ئی نورسول نشی کیدی - حاصل دجواب دادی چه مخکښی رسولان ټول نارینه وو - نه زنانه وی اونه پیریان وو اونه ملائک وو - دا آیت دلیل دی چه زنانه نبیّه نه شی کیدلی او کومو نصوصو چه ذکردمریم او اسیه او ساره راغلی دی چه هغوی سره ملائکو خبری کړی دی نوهغه مستلزم نه دی نبوت لره بلکه کرامات دی اوابن کثیرذکرکړی دی چه په نیزد اهل سنت والجماعت زنانه نبیه نه شی کیدلی بلکه صدیقه کیدلی شی - اودارنگ په دی آیت کښی تسلی ده پیغمبر ﷺ ته اوتابعدارو دهغه ته په صدق درسول اوپه هلاکولودمنکرینو سره (مِنْ أَهْلِ الْقُرَى) مراد ددی نه لوی آبادی والا دی ځکه چه په دوی کښی عقل او حلم ډیروی په نسبت دبانډی والو (وَلَدَارُ الْآخِرَةِ) دا معطوف دی په پټ عبارت باندی یعنی و انجینا اهل الایمان فی الدنیا (بچ کړل مونږ مؤمنانولره په دنیاکی) -