ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۰ الرعد
وَإِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۵﴾ وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلَاتُ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِلنَّاسِ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۶﴾
اوکه ته حیرانیږی (ددوی انکارته توحیدنه) پس دحیرانتیاخبره ده داوینا ددوئ آیا کله چه مونږخاوری شو آیا مونږبه شوپه پیدایش نوی داهغه خلق دی چه کفرئی کړی دی په رب خپل باندی اودغه خلق طوقونه به واچولی شی ددوئ په سټونوکښی اودغه کسان اوروالادی دوئ په هغی کښی همیشه وی ﴿ ۵ ﴾
اوپه تادئ سره غواړی ستانه عذاب وړاندی دایمان راوړلونه اوحال داچه تیرشوی دی ددوئ نه مخکښی عذابونه شرموونکی اویقیناً ستارب بخنه کوونکی دی خلقوته سره دظلم دهغوی نه اویقیناً ستارب خامخا سخت عذاب ورکوونکی دی ﴿ ۶ ﴾
[۵] په دی آیت کښی زجردی منکرینو (دبعث بعدالموت) ته سره دتخویف اخروی نه او معنیٰ دآیت داده چه که ته تعجب کوی په انکارددوئ دتوحیدنه نوپس تعجب اوکړه دبلی خبری ددوئ نه هم چه هغه انکار(دبعث بعد الموت) دی (كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ) دا دلیل دی چه انکاردبعث نه یقیناً کفردی (الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ) دا په دنیا کښی په طریقه دمثال سره ده یعنی ددوی غاړی ته پټئ دتقلید دگمراهو پرتی دی دلیل ورسره نیشته دی یاپه قیامت کښی داسی حالت کښی به وی - أَغْلَال، جمع دغل ده پټئ د څرمنی چه په هغی باندی ویښته وی اوپه هغی کښی سپږی شوی وی -
[۶] په دی کښی زجردی په تلوارطلب کولودعذاب لره مخکښی دایمان راوړلونه لکه سورة انفال آیت (۳۲) کښی (قَبْلَ الْحَسَنَةِ) مراد ددی نه ایمان راوړل دی اوتوبه کول دی دشرک نه (الْمَثُلَاتُ) جمع د (مثلةِ) ده هغه عذابونوته وائی چه شرمول کوی ددی وجی نه دمقتول نه غوږونه یا پوزه وغیره پری کولوته مثله وئیلی شی (وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِلنَّاسِ عَلَى ظُلْمِهِمْ) دظلم نه مراد کفراوشرک دی او مغفرت په معنیٰ دروستوکیدلو دعذاب دی یعنی اللّه تعالٰی روستوکوی عذاب لره دخلقونه سره دشرک دهغوی نه - یامغفرت په خپله معنیٰ دی لیکن شرط دایمان ورسره مراد دی - معنیٰ داده چه (اللّه بخی خلق وروستو دشرک کولو نه خوپه دی شرط چه ایمان راوړی) یادظلم نه مراد سیوا دکفراوشرک نه نورگناهونه دی او د النَّاس نه مراد مؤمنان دی معنیٰ داده چه (یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوی مؤمنانوته سره دگناهونو دهغوئ نه کله چه اوغواړی) اوکه اوغواړی نوعذاب په څه وخت پوری ورکوی -