ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۱ الرعد

وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ﴿۷﴾ اللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنْثَى وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ ﴿۸﴾ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ ﴿۹﴾ سَوَاءٌ مِنْكُمْ مَنْ أَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَنْ جَهَرَ بِهِ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِاللَّيْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ ﴿۱۰﴾

اووائی هغه کسان چه کافران دی ولی نه شی نازلیدلی په ده باندی معجزه د رب دطرف نه یقیناً ته ویره ورکوونکی ئی اودهرقوم دپاره دعوت ورکوونکی ئی ﴿۷﴾
اللّه تعالٰی علم لری دهغه چه په گیډه پورته کوی هره زنانه اوهغه چه کموی بچه دانئ اوهغه چه زیاتوی او هرڅه د اللّه تعالٰی سره په خاص انداز سره دی ﴿۸﴾
عالم دی په پټ او ښکاره باندی ډیرلوی دی اوپورته دی ﴿۹﴾
برابردی ستاسونه (په علم د اللّه تعالٰی کښی) هغه څوک چه پټه کوی وینا اوهغه چه ښکاره ویناکوی اوهغه څوک چه پټیدونکی وی دشپی اوگرځی دورځی ﴿۱۰﴾

[۷] دا زجردی منکرینوته په طلب کولوددوی معجزات د نبی ﷺ نه اودلته مراد دآیت نه ناآشنا عذابونه راویستل دی دآسمان یا دځمکی نه په قرینه د يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ سره لکه چه په سورة بنی اسرائیل (۹۲) کښی ذکردی - اومطلب دادی چه معجزات دوی د نبی ﷺ په اختیارکښی گنړی نوځکه ئی دهغه نه طلب کوی لیکن دهغه کارخوصرف انذاردی (وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ) دامستقله جمله ده خبرمقدم اومبتدأ مؤخره ده - معنیٰ داده چه (دیوقوم دپاره مستقل هدایت کوونکی وی) که نبی وی اوکه غیرنبی وی اویاداجمله دلیل شو په عموم دبعثت د نبی ﷺ باندی بامبتدأ محذوف ده یعنی واللّه لکل قومٍ هادٍ -
[۸] ددی آیت نه دوم باب دی تر آیت (۱۴) پوری په دی باب کی پنځه عقلی دلیلونه دی په رد د شرک فی العلم د آیت (۸) نه تر آیت (۱۲) پوری - بیا حال د ملایئکو ذکر کوی په طریقه د دلیل نقلی باندی سره دتخویف نه په آیت (۱۳) کی بیا رد دی د شرک فی الدعاء په مثال سره په آیت (۱۴) کی -
[۱۰-۹-۸] په دی دری آیتونوکښی اثبات دعلم دغیب دی اللّه تعالٰی لره روستو دذکرکولو ددلیلونود قدرت د اللّه تعالٰی نه (وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ) مراد ددی نه دادی چه کله ولد مخکښی دمودی نه پیداشی چه هغه نهه میاشتی دی عادتاً اوکله موده زیاته شی په رحم کښی اوپه هغی کښی اختلاف دی د اهل علم - دامام ابوحنیفه په نیزدوه کلونه دی اود امام شافعی په نیزڅلوراودامام مالک په نیزپنځه کلونه او کمه موده شپږمیاشتی ده - اودارنگ کله د ولد اندامونه ناقص وی اوکله زیات وی - دارنگ کله یوولد ناقص الخلقت وی - وَمَا تَزْدَادُ، یعنی دیونه زیات اولاد (وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ ) ددی یوه معنیٰ ده گرځیدونکی اودوهمه معنیٰ ئی ده ښکاره کیدونکی او دریمه معنیٰ ده پټیدونکی - لیکن دلته ړومبی دوه معنی غوره دی (الْكَبِيرُ) لوئي دذات او صفاتودواړوته شامل ده (الْمُتَعَالِ) دعلونه ماخوذ دی یعنی پورته او اوچت دی ځکه چه دعرش دپاسه دی دهغه نه بل څیزپورته نیشته دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>