ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۲ الرعد

لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ ﴿۱۱﴾ هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ ﴿۱۲﴾ وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ ﴿۱۳﴾

د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی وارپه وار راتلونکی ملائک وړاندی او روستو دانسان نه چه حفاظت کوی دهغه په سبب دحکم د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی نه بدلوی هغه حال چه په یوقوم باندی وی ترهغی پوری چه بدل کړی دوئ هغه عملونه چه ددوئ نفسونه پری مشغول دی اوکله چه اوغواړی اللّه یوقوم باندی څه تکلیف پس نیشته واپس کوونکی دهغی اونیشته دوی لره سیوا د اللّه تعالٰی نه څوک ساتونکی ﴿۱۱﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ښائی تاسوته برښنا د ویری او دطمعی دپاره اوپیداکوی وریخی درنی ﴿۱۲﴾
او تسبیح وائی رعد سره د ستائینی د هغه نه او نور ملائک د وجی د ویری د اللّه تعالٰی نه او رالیږی تندرونه پس رسوی هغه چاته چه اوغواړی او دوی جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی او هغه سخت نیوونکی دی ﴿۱۳﴾

[۱۱] دا هم دلیل عقلی دی په تصرف اوپه علم د اللّه تعالٰی باندی (مُعَقِّبَاتٌ) مراد ددی نه هغه ملائیک دی چه دشپی اوورځی نمبرپه نمبرراځی دانسانانودحفاظت دپاره اوداغیردی د (کراماً کاتبین) نه او د لفظ د (لَهُ) معنیٰ داده چه خاص د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی (يَحْفَظُونَهُ) د شردجناتو اونورو حشراتونه حفاظت کوی او (مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ) متعلق دی یحفظونه پوری یا متعلق دی په معقّبٰت پوری - (مِنْ أَمْرِ اللَّهِ) مِن اجلیه دی یاپه معنیٰ دباسره دی (إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ) دارنگ سورة انفال آیت (۵۳) کښی هم تیرشوی دی - اودا جمله جواب دسوال دی چه هرکله ملائیک حفاظت کوی دانسان نوبیاپه دی باندی عذاب او مصیبت ولی نازلیږی؟ حاصل دجواب دادی چه اللّه تعالٰی دا حفاظت دانسان نه بدلوی ترهغی پوری چه دا انسان خپل حال بدل نه کړی یعنی ایمان او توحید اوسنت پریږدی اوپه کفراوشرک اوبدعت کښی اخته شی نو اللّه تعالٰی ترینه حفاظت لری کړی يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ، دا مراد نه دی چه انسان د اللّه تعالٰی دطرف نه احوال بدلولی شی بلکه دانسبت سببی دی یعنی په سبب دگناهونوسره دغه حالت خیر بدل شی (وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ) داهم جواب دسوال دی - سوال دادی چه کله یوانسان بدنه وی کړی اوحال داچه په هغه مصائب راځی نوملائیک څرنگ حفاظت کوی؟ حاصل دجواب دادی چه هرمصیبت په اراده د اللّه تعالٰی سره راځی نواراده د اللّه تعالٰی ملائیک نشی واپس کولی اونورمخلوق هم مدد نشی کولی -
[۱۲] په دی آیت کښی هم دلیل عقلی دی په تصرفاتو د اللّه تعالٰی سره (خَوْفًا وَطَمَعًا) یعنی دبرق نه ویره دتندروی اوطمع دباران هم - دباران نه ویره دبعضو خلقو چه چاته پکښی نقصان وی اودبعضودپاره طمع دفائدو (الثِّقَالَ) هغه وریځی چه باران سره درنی وی -
[۱۳] په دی آیت کښی دلیل نقلی دی د ملائکو نه په توحید د اللّه تعالٰی ځکه چه تسبیح او حمد کلمات دتوحید دی اوورسره تخویف دنیوی هم دی (الرَّعْدُ) داملک دی چه مقرر دی په وریځو اوحمد لولی هروخت کښی اوخاص په وخت دباران وریدلوکښی - اوبل قول دادی چه رعد آواز دوریځوته وائی (یعنی گړزیدل) اونسبت دتسبیح هغی ته په طریقه دحال سره دی، نه چه په طریقه دقال سره (وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ) یاواوحالیه دی یعنی صاعقه په دوی باندی راځی په وخت دجدال کولوکښی یا واو استینافیه دی دپاره دزجردمشرکینو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>