ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۳ الرعد

لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُمْ بِشَيْءٍ إِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿۱۴﴾

خاص د اللّه تعالٰی بلنه حق بلنه ده اوهغه کسان چه دوئ ترینه مدد غواړی سیوا د اللّه تعالٰی نه نشی قبلولی ددوی هیڅ حاجت نه دی ددوئ مثال مگرپه شان دهغه چاچه اوږده کړی ورغوی اوبوته ددی دپاره چه اورسی دده خولی ته اونه دی هغه رسیدونکی ده ته اونه ده دعا دکافرانومگرپه گمراهئ کښی ده ﴿ ۱۴ ﴾

[۱۴] دا آیت نتیجه ده دتیرشوو دلیلونو په دی قول سره چه له دعوة الحق - ددی یومعنیٰ داده چه (لَهُ) خبرمقدم دی دپاره دتخصیص اواضافت ددعوت اضافت دموصوف دی صفت ته یعنی حقه بلنه خاص اللّه تعالٰی لره ده اودغیراللّه بلنه باطله ده - دوهمه معنیٰ داده چه دعوة الحق دعوت دتوحید دی معنیٰ داده چه دعوت دتوحید خاص د اللّه تعالٰی دعوت دی اودمشرکانودعوت باطل دی لیکن اوله توجیه دروستو جملی سره پوره مناسبه ده اوپه دی آیت کښی رد دشرک فی الدعاء دی په طریقه دمثال سره - حاصل دمثال دادی چه یوکس وی اولاسونه ئی اوږده کړی وی اوبوته په دی مقصد چه هغه اوبه دده خولی ته رااورسی اوآواز کوی اوبوته لیکن هغه اوبه ده ته نه شی رسیدلی نودارنگی هغه مشرک چه رامدد شه وائی هغه چاته دی ئی حاجت پوره کوونکی گنړی سیوا د اللّه تعالٰی نه اوهغه لری وی دده نه اویا مړوی نوهغه آواز نشی اوریدی اونه دده حاجت پوره کولی شی نودمعبودانوباطلوتشبیه ئی ورکړی ده داوبوسره چه نه وینی او نه اوری اونه چاته په خپله رسیدلی شی - بله طریقه ددی تمثیل داده چه یوتږی سړی وی اوسراب اوینی اوخیال اوکړی چه دااوبه دی اولاس اوږدوی هغی ته چه هغه خولی ته را اورسی دده ته او حال دادی چه هغه ده ته نشی رارسیدلی ځکه چه دده گمان غلط دی - نودارنگی هغه مشرک دی چه په معبودباطل باندی عقیده لری چه دا (اِلٰه) دی اودی دهغه نه حاجتونه هم غواړی اوهغه دده حاجت نشی پوره کولی ددی وجی نه چه دده عقیده باطله ده ځکه چه غیراِلٰه ئی اِلٰه گنړلی دی (وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ) ددی معنیٰ داده چه کافران چه د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چانه حاجتونه غواړی نودادعا نه ده مگرشرک او گمراهی ده اوبله معنی داده چه کافران چه د اللّه تعالٰی نه دعاغواړی نوهغه بربادوی یعنی په هغی اجراوثواب نه حاصلیږی اگرچه دنیا کښی کله کله قبلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>