وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۴ الرعد

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ۩ ࣛ ﴿۱۵﴾ قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۱۶﴾

اوخاص اللّه لره سجده کوی څوک چه دی په آسمانونو اوځمکه کښی څوک په رضا اوڅوک په زوره اوسوری ددوی صبائی او بیگائی ﴿ ۱۵ ﴾
ته اوایه څوک دی رب دآسمانونو اود ځمکی اوایه اللّه تعالٰی دی اوایه ایا نیولی دی تاسوسیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران چه واک نه لری ځان دپاره دهیڅ فائدی اونه دهیڅ نقصان اوایه آیابرابردی ړوند او لیدونکی اوآیا برابر دی تیاری اورنړا آیا مقررکړی دی دوئ اللّه تعالٰی لره برخی والا (په بندگی کښی) پیدائش کړی دی هغوئ‌ په شان دپیدائش د اللّه تعالٰی پس گډوډ شوی دی پیدائش په دوی باندی اوایه ته اللّه تعالٰی پیداکوونکی دهرڅه دی اوهغه یودی زورور دی ﴿ ۱۶ ﴾

[۱۵] ددی آیت نه دریم باب دی ترآیت (۲۵) پوری - په دی کښی دلیل عقلی نهم په آیت (۱۵) کښی دی سره دزجرنه په شرک فی التصرف سره، اودوه مثالونه دی - اوبیا دلیل عقلی یوولسم دی سره ددوه مثالونه په (۱۷) کښی - بیاتقابل په مینځ دمؤحدینواومشرکینودی په تخویف اوبشارت سره اوپه ذکردصفاتومؤحدینولس سره دبشارت نه دآیت (۱۸) نه تر (۲۴) پوری اوذکرددریوصفاتود مشرکینو اوتخویف (۲۵) کښی، په دی آیت (۱۵) کښی دلیل عقلی دی نهم په ذکردسجود دتمام عالم سره - اومراد سجود نه انقیاد دی امرتشریعی اوتکوینی ته نومؤمنان انقیاد کوی دواړه قسمه طوعاً، اومشرکان انقیاد تکوینی کوی کرهاً، یامراد دسجود نه سجده حقیقیه ده اومن فی السمٰوات ملائک دی اومراد دمن فی الارض نه مؤمنان دی اوپه کرهاً سره مراد دی بعد د استدلال نه یعنی په دلیل سره مجبور شوی دی، نوسجده اللّه تعالٰی لره خاص کوی - یامراد طوعاً او کرهاً نه حالت دخوشحالئ او حالت دخفگان دی یعنی دوی په دواړه حالاتوکښی اللّه تعالٰی ته سجده کوی (بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ) په بعضوملکونوکښی دزوال په وخت کښی سوری نه وی ځکه دهغی ذکراونه شو یاغدو مخکښی دزوال نه اواصل روستودزوال نه وی -
[۱۶] په دی کښی دلیل عقلی اعترافی لسم دی اوبیازجردی مشرکینوته اورد دی په شرک فی التصرف باندی بیادوه مثالونه دی اول مثال دمؤحد اومشرک دی په الاعمیٰ اوبصیرسره اودوهم مثال دشرک او دتوحید دی په الظلمٰت والنور سره بیا زجردی مشرکینوته چه خالق دهرڅیزیو اللّه دی اوپه خلق کښی دهغه سره څوک شریک نیشته نوولی دهغه سره په بندگئ‌ کښی څوک شریک جوړوئ (قُلِ اللَّهُ) هرکله چه مشرکان چپ شول ځکه چه هغوی د اللّه تعالٰی نه سیوا بل رب نه گنړلو- نو نبی ﷺ ته امراوشو چه ته په خپله جواب ذکرکړه (أَفَاتَّخَذْتُمْ) دشرک دربوبیت دتردید نه روستو رد دی په شرک فی التصرف باندی اوداسی په سورة فرقان (۳) کښی دی (أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ) دا زجردی په شرک فی الالوهیت باندی په دلیل دنفی دخالقیت دغیراللّه سره اومدخول د ام خلقودی اواستفهام انکاری دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>