ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۵ الرعد

أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ ﴿۱۷﴾

راورولی دی د بره طرف نه اوبه پس اوبهیږی کندی دخپل انداز برابر نورا اوخیژوی سیلاب زگونه اوچت دهغی نه چه گرموی دوی هغی لره په اورکښی دپاره دطلب دکالو یا دسامان زگونه دی په شان ددی دغسی بیانوی مثال اللّه تعالٰی دحق اودباطل پس هرچه زگ دی پس لارشی بی کاره اوهرچه هغه شی دی چه نفع ورکوی خلقوته نوباقی پاتی شی په ځمکه کښی دغه شان بیانوی اللّه تعالٰی مثالونه ﴿ ۱۷ ﴾

[۱۷] په دی آیت کښی یوولسم دلیل عقلی دی اولاً - بیاذکرددوومثالونو دی په باره دمقابلی دحق اودباطل کښی، تفصیل داول مثال دادی چه باران اووریږی نو په کندوکښی سیلابونه راشی په مقدارد هری یوی کندی اوورسره دسیلاب دپاسه اوچت زگونه وی بیا څه موده روسته زگ اوچ شی اوصفا اوبه دخلقو دفائدی دپاره پاتی شی نودارنگ بعضی خلق علم دتوحید او دسنت حاصل کړی اوهریو دخپل محنت مطابق عالم شی بیادوی په شان دسیلاب ددعوة دپاره مختلف اطرافوکښی خواره شی نوددوی په مقابله کښی باطل پرست خلق رااوچت شی اوپه اول وخت کښی هغوی غالب وی بیا څه وخت روسته دغه باطل پرست مغلوب او بی کاره شی اوحق دین په دنیاکښی پاتی شی اوخلق دهغی نه فائده آخلی - اوتفصیل ددوهم مثال دادی چه زرگران سره زراوسپین زر تانبه قلعی وغیره په اورسره ویلی کړی - نودبعضونه کالی جوړکړی دصرف زینت دپاره اودبعضونه نورسامان جوړکړی چه دهغی نه څه فائده اخستی کیږی لیکن ددغی اوبوویلی کړی شوؤ دپاسه هم زگ راشی بیاڅه وخت پس دا زگ بی کاره شی اوسوچه زرپاتی شی چه دهغی نه کالی دزینت دپاره او سامان جوړوی لکه لوخی اوخلق ترینه فائدی اخلی نودارنگ هغه علماء دی چه دقرآن اوسنت علم ئی دخپل استعداد مطابق حاصل کړی دی اوبیاپه نشراواشاعت ددی علم کښی په درس او تدریس سره محنت کوی اوغلط مسائل دشرک اودبدعاتو دحق نه جداکوی اوپه دی ذریعه نوراهل علم پیداکوی چه هغه دکاراوفائدی خلق وی چه نورو ته فائدی ورکړی یاداسی خلق وی چه په خپله دعلم نه ځان دپاره فائده اخلی لیکن ددوی په مخالفت کښی باطل پرست ملیان وی بیاڅه وخت پس هغه باطل پرست کمزوری شی اوحق پرستونه خلقوته فائدی رسی -
فائده: هرکله چه دعوت په دوه طریقو سره دی یودعوت په سفرکولوسره اوگرځیدلوسره اودوهم په طریقه ددرس و تدریس سره ددوی وجی نه ئی دوه مثالونه ذکرکړی دی خوددواړومبداء دقرآن وحدیث لوستل اوایزده کول دی ځکه چه بغیردعلم دوحی نه دعوت نشی کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>