sudo سوره ۱۳: الرعد ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۶ الرعد

لِلَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنَى وَالَّذِينَ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُ لَوْ أَنَّ لَهُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ أُولَئِكَ لَهُمْ سُوءُ الْحِسَابِ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۱۸﴾ أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۱۹﴾ الَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَلَا يَنْقُضُونَ الْمِيثَاقَ ﴿۲۰﴾ وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ ﴿۲۱﴾ وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ ﴿۲۲﴾

هغه چالره چه اومنله ئی خبره درب خپل ښائسته حال دی اوهغه څوک چه خبره نه منی درب خپل که چیری ددوی دپاره هغه څه چه په ځمکه کښی دی ټول اودومره قدرورسره شی خامخا په جرمانه کښی به ورکوی هغی لره دغه کسان دوئ لره بدحساب دی اوځای دورتلو ددوئ‌ جهنم دی اوناکاره ځای دی تیارکړی شوی ﴿۱۸﴾
آیا پس څوک چه یقین لری چه هغه څه چه نازل کړی شوی دی تاته درب طرف نه حق دی په شان دهغه چا دی چه ړوند وی (دحق نه) یقیناً نصیحت قبلوی صفا عقل والا ﴿۱۹﴾
داهغه کسان دی چه پوره کوی لفظ د اللّه تعالٰی لره اونه ماتوی دوئ پوخ لوظ ﴿۲۰﴾
اودا هغه کسان دی چه پیوست لری هغه چه اللّه تعالٰی حکم کړی دی دهغی په پیوست ساتلو اوویره کوی درب خپل نه او ویریږی دبد حساب نه ﴿۲۱﴾
اودا هغه کسان دی چه صبرئی کړی دی دپاره دطلب دمخ درب خپل اوپابندی کړی ده په مونخونوباندی اوخرچ کړی دی دهغی نه چه ورکړی دی مونږ دوئ‌ ته پټ اوښکاره اودفع کوی په ښه کارسره بدئ‌ لره دغه کسان دوئ لره ښه انجام دکورروستنی دی ﴿۲۲﴾

[۱۸] په دی آیت کښی ذکردفریقین دی چه پیدا کیږی په دعوت سره چه اهل حق و اهل باطل دی په طریقه دمقابلی سره اهل حق دپاره بشارت دی اوداهل باطل دپاره تخویف اخروی دی (سُوءُ الْحِسَابِ) دادی چه مناقشه اوکړی شی اودهری ذری ذری تپوس اوشی اوهیڅ جرم ورته نه معاف کیږی -
[۱۹] په دی آیت کښی هم مقابله دفریقینو ذکر ده یوفریق هغه دی چه دقرآن او اوتوحید په حقانیت باندی علم اویقین لری اودوی استجابوا کښی داخل دی اودوهم فریق هغه دی چه دتوحید اودقرآن نه جاهل دی اوهغه ته ئی اعمیٰ وئیلی دی اوهغه لم یستجیبوا والادی اوپه دی آیت کښی داهل حق دلسو صفاتونه اول صفت ذکر شوی دی چه هغه اولوا الالباب دی -
[۲۰] په دی آیت کښی دوه صفات داهل حق ذکرشوی دی اود عهداللّه نه توحید اوټول اوامر او نواهی مراد دی اودا عهد په عقلی او نقلی دلیلونوسره مضبوط کړی شوی دی نوځکه ورته میثاق وائی نوعهد اومیثاق یوڅیزدی نویوصفت ثبوتی دی اوبل صفت سلبی دی یا عهداللّه مراد عهود الٰهیه دی اوالمیثاق نه مراد عهود دبندگانودی -
[۲۱] په دی کښی داهل حق دری صفات ذکرشوی دی ددی اول صفت تشریح په تفسیردسورة بقره کښی تیره شوی ده فرق دخشیت او خوف دادی چه خشیت اکثرمستعملیږی په مقام دتعظیم کښی سره دعلم نه په حال دمخشی عنه اوخوف عام دی که تعظیم ورسره وی یا ورسره نه وی ددی وجی نه کله خوف د اللّه وی اوایمان نه وی لکه خوف دابلیس په غزوه دبدر کښی اودارنگ خوف کله دغیراللّه هم وی په طبعی طورسره اوخشیت خاص دی په اللّه تعالٰی پوری -
[۲۲] دی آیت کښی داهل حق څلورصفات ئی ذکرکړی دی (صَبَرُوا) صبردری قسمه دی صبرپه مصبتونواومرضوباندی اوصبرپه طاعاتو کولو اوصبردحرامواو گناهونونه (ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ) په دی سره خارج دی هغه صبرچه ددی دپاره وی چه خلق ورته صابراوائی یاددی دپاره چه خلق ورباندی غیب اونه وائی یا ددی دپاره چه دشمنان په ده باندی خوشحاله نه شی داهم صبردی لیکن ثواب په هغه باندی نه حاصلیږی (وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ) ددی یومعنیٰ داده چه دفع کوی په بیان دتوحید اودسنت سره شرک اوبدعت لره - دوهمه معنیٰ داده چه دفع کوی په صبراوپه ښه اخلاقوسره بداخلاقی دجاهلانو - دریمه معنیٰ داده چه دفع کوی دوئ په توبه کولوسره گناهونولره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>