ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۷ الرعد
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِمْ مِنْ كُلِّ بَابٍ ﴿۲۳﴾ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ ﴿۲۴﴾ وَالَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ ﴿۲۵﴾
چه جنتونه دهمیش والی دی داخلیږی به هغی ته اوهغه څوک چه ددوی ملگرتیائی کړی وی ددوئ دپلارانونه اوښځونه او اولاد نه اوملائیک به داخلیږی دوئ ته دهری دروازی نه ﴿ ۲۳ ﴾
(وائی به) سلام دی وی په تاسوباندی پ سبب دصبرکولو ستاسو پس ښه انجام دکورد آخرت دی ﴿ ۲۴ ﴾
اوهغه خلق چه ماتوی لوظ د اللّه تعالٰی روستو دپوخ والی دهغی نه اوپری کوی هغه شی چه حکم کړی دی اللّه تعالٰی دهغی دپیوست ساتلو اوروانی کوی په ملک کښی دغه خلق دوی لره لعنت دی اودوئ لره ناکاره کوردی - ﴿ ۲۵ ﴾
[۲۴-۲۳] په دی آیت کښی بشارت دی دغه صفاتووالؤلره (وَمَنْ صَلَحَ) مراد ددی نه موافقت او ملگرتیا کول دی ددی کسانو ددعوت کوونکی سره په توحید اوسنت کښی لیکن په عمل اوپه محنت کښی دهغه نه کم دی (بِمَا صَبَرْتُمْ) صفت دصبرشامل دی تیرشوؤټولوصفاتوته ددی وجی نه اکتفائی اوکړه په ذکر ددی (وَمَنْ صَلَحَ) په دی کښی اشاره ده چه صرف نسب او زوجیت فائده نه ورکوی ترڅوپوری چه صلاحیت نه وی - اوصلاحیت نه مراد صرف موافقت دی په عقیده کښی اوپه حق پرستئ کښی صرف برابری په ټولو اعمالوکښی نه ده -
[۲۵] په دی آیت کښی ذکرد دریوقباحاتودمنکرینو دی په مقابله دتیرشوؤ صفاتوکښی اوددوئ دپاره تخویف اخروی هم دی اوداسی په سورة بقره (۲۷) کښی تیرشوی دی (اللَّعْنَةُ) په مقابله دجنت او دسلام کښی دی (سُوءُ الدَّارِ) داپه مقابله د عقبی الدار کښی دی -