ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۸ الرعد
اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ ﴿۲۶﴾ وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ ﴿۲۷﴾ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ﴿۲۸﴾ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ ﴿۲۹﴾
اللّه فراخ کوی روزی دچا چه اوغواړی اوتنگوی اوخوشحالی کوی دوئ په ژوند دنیوی باندی اونه دی ژوند دنیوی دآخرت په مقابله کښی مگرمعمولی مزه ده ﴿۲۶﴾
اووائی کافران ولی نه نازلیږی په ده باندی معجزه درب دطرف نه اوایه ته یقیناً اللّه تعالٰی بی لاری کوی هغه چاله چه اوغواړی اوپه سمه لار روانوی خپل طرف ته هغه څوک چه هغه ته ورگرځی ﴿۲۷﴾
دا هغه دی چه ایمان ئی راوړی دی اوتسلی اخلی زړونه دهغوئ په ذکرد اللّه تعالٰی سره خبرشئ صرف په ذکرد اللّه تعالٰی تسلی اخلی زړونه ﴿۲۸﴾
هغه خلق چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه کوی دنبی په تابعدارئ خوشحالی ده هغوئ لره اوښائسته انجام دی ﴿۲۹﴾
[۲۶] ددی آیت نه څلورم باب دی (۳۲) آیت پوری په دی کښی دلیل عقلی دی دولسم سره دزجرنه په آیت (۲۶) کښی، بیازجردی منکرینودرسول ته په (۲۷) کښی، بیابشارت دی (۲۹،۲۸) کښی، اثبات درسالت دی سره دتوحید نه په آیت (۳۰) کښی جواب دسوال دمنکرینودی سره دتخویف دنیوی نه په (۳۱) کښی، بیا تسلی ده رسول ته په آیت (۳۲) کښی - په دی آیت (۲۶) کښی دلیل عقلی دولسم دتوحید اوبیا زجر دی په محبت ددنیا سره چه هغه سبب دتیرشوؤ قباحتونو دی اوپه دی آیت کښی اشاره ده جواب دسوال ته هغه داچه ددی منکرینوفراخی درزق ته اعتبارنیشته (وَفَرِحُوا) دی ته فرح بطر (تکبر) وئیلی شی داحرام دی (وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) په دی کښی تزهید فی الدنیا ذکردی -
[۲۷] په دی آیت کښی زجردی په طلب دمعجزی سره درسول نه اوجواب دهغی دی اوداعطف دی په فَرِحُوا باندی اشاره ده چه دا قول ددوئ په تکبرباندی بنادی - حاصل د جواب دادی چه اضلال او هدایت په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی نومعجزات هم دهغه په اختیارکښی دی (مَنْ أَنَابَ) دانابت معنیٰ داده چه حق کوم طرف ته وی نوبنده په زړه سره هغی طرف ته گرځی بغیرضد اوعناد نه اوپه دی آیت کښی د آيَةٌ نه مراد هغه معجزه ده چه د فراخئ درزق سره تعلق لری لکه په سورة بنی اسرائیل (۹۳،۹۱) کښی دی -
[۲۸] په دی آیت کښی بشارت دی - اواطمینان بذکراللّه نه مراد یقین کول دی په خبره کله چه قرآن اوسنت ذکرشی دوهمه معنیٰ داده چه په توحید د اللّه تعالٰی سره اوپه قرآن لوستلوسره دزړه سکون حاصلیږی (أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) هرکله چه مخکښی جمله کښی تخصیص نه وؤ نوداجمله ئی تخصیص دپیداکولودپاره ئی ذکرکړه اوددی وجی بذکراللّه مقدم کړو اصل دآیت دادی چه اطمینان خاص دی په مؤمنانو اوخاص دی په ذکرد اللّه تعالٰی پوری اومراد ددی نه قرآن اوسنت دی اودارنگ ذکرقلبی او لسانی دائمًا دی نوپه دی کښی داخل ده داخبره چه قسم اوشی په اللّه تعالٰی باندی نودمؤمن زړه ورباندی تسلی اوکړی دارنگ په دلیل کښی چه قرآن اوحدیث ذکرشی نویقین پیدا شی -
[۲۹] په دی آیت کښی هم بشارت دی (طُوبَى) په معنیٰ دحالت طیبه سره دی نوشامل دی جنت ته اوونودجنت ته اوټولونعمتونودجنت ته -