ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۶۹ الرعد

كَذَلِكَ أَرْسَلْنَاكَ فِي أُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَا أُمَمٌ لِتَتْلُوَ عَلَيْهِمُ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَنِ قُلْ هُوَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ ﴿۳۰﴾ وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُمْ بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۳۱﴾ وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ ﴿۳۲﴾

دغه شان لیږلی ئی مونږ ته په داسی امت کښی یقیناً چه تیرشوی دی مخکښی دده نه امتونه دپاره ددی چه بیان کړئ په دوی باندی هغه کتاب چه وحی کړی ده مونږتاته اودوی انکارکوی درحمٰن دبندگئ نه اوایه هغه رب ځما دی نیشته حقدار دبندگئ سیوا دهغه نه خاص په هغه باندی توکل کړی دی ما اوخاص هغه ته ورگرځیدل دی ﴿۳۰﴾
اوکه چیری وی قرآن چه بوتلی شوی په هغه سره غرونه یاقطع کیدی شی په هغه باندی ځمکه یاخبری کیدی شی په سبب دهغی دمړوسره بلکه خاص اللّه تعالٰی لره ټول اختیاردی آیا پس نه پوهیږی ایمان والا که چیری غوښتلی اللّه تعالٰی خامخا په هدایت به ئی روان کړی وی ټول خلق اوهمیشه وی کافران خلق چه ور رسی دوئ ته په وجه دهغه کارونوچه دوئ کوی آفت یابه راشی (افت) نزدی ددوئ‌ ملک ته تر هغه پوری چه راشی وعده د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی خلاف نه کوی دوعدی خپلی نه ﴿۳۱﴾
اویقیناً ډیری ټوقی کړی شوی دی په رسولانوپوری ستانه مخکښی پس مهلت می ورکړو کافرانولره بیا ما اونیول دوئ لره پس ځرنگ وو عذاب ځما دوئ لره ﴿۳۲﴾

[۳۰] په دی آیت کښی اثبات د رسالت درسول دی سره دحکمت دارسال نه اوذکرددعوی دتوحیدده چه هغه خلاصه دوحی ده - او دیته دلیل وحی هم وائی (وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَنِ) مراد ددی نه انکاردی دتوحید د اللّه تعالٰی نه په رحمانیت کښی یعنی رحمان صفت د اللّه تعالٰی منی لیکن تخصیص ئی په هغه پوری نه منی ددی وجی نه دوی په مسیلمة الکذاب ته رحمان الیمامه وئیلو یامراد دیکفرون شرک دی (قُلْ هُوَ رَبِّي) دا بیان دی د الَّذِي أَوْحَيْنَا یعنی خلاصه دوحی توحید دربوبیت اود الوهیت دی اودا څلورجملی دتوحید دی -
فائده: (كَذَلِكَ أَرْسَلْنَاكَ) دلته مشبه ذکرنه ده نومعلومه شوه چه کاف په معنیٰ دلام اجلیه دی یعنی هرکله چه اطمینان د زړونو دپاره ذکراللّه (وحی) ده نومونږته دوحی دبیانولودپاره راولیږلی - (قَدْ خَلَتْ) دلالت کوی چه دامت اخرالامم دی لکه چه نبی ددوی هم خاتم الانبیاء دی ﷺ -
[۳۱] په دی آیت کښی جواب دی دمطالبی ددوی آیاتونولره یعنی دوی مطالبه کوله چه داقرآن به حق وی هغه وخت کښی چه ددی په وجه دمکی غرونه لری کړی یاځمکه سورئ کړی اوچینی تری اوباسی یامړی را ژوندی کړی چه هغوی مونږسره خبری اوکړی - حاصل دجواب دادی که داکارونه اوکړی شی نوهم دوی ایمان نه راوړی (وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا) مراد ددی نه لوستلی شوی کتاب دی په طریقه دعموم سره اوجزا د لَوْ حذف ده هغه داده لکان هذا القرآن نو معنیٰ دا شوه که په یولوستلی شی کتاب سره دا کارونه کیدی شوی نوخامخا هغه کتاب به دا قرآن وی لیکن دا کارونه په کتاب سره نه کیږی بلکه د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی - اودوهمه معنیٰ داده چه قرآناً نه مراد دا قرآن دی یعنی نکره په معنیٰ دمعرفی ده اوجزا حذف ده چه لَمَا آمنو دی نو معنیٰ داشوه که په دی قرآن سره دا کارونه اوکړی شی بیا هم دا خلق ایمان نه راوړی ځکه چه اختیار دایمان ددوی د اللّه تعالٰی سره دی (أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ) خازن وئیلی دی چه مراد دادی چه ځمکه اوچولی شی اونهرونه او چینی ترینه را اوځی لکه په سورة بنی اسرائیل (۹۱) کښی دی - اوبعضو مفسرینو وئیلی دی چه په سیرت به الجبال کښی معجزی د داؤد علیه السلام ته اشاره ده او قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ کښی مسافت طئ کول په لږوخت کښی په شان دتخت د سلیمان علیه السلام ته اشاره ده - (أَفَلَمْ يَيْأَسِ، اِلٰی اخره) دا جواب دسوال دمؤمنانودی یعنی مؤمنان غواړی چه دا معجزات دی نبی ﷺ ته ورکړی شی نوټول خلق به مؤمنان شی نوجواب اوکړی شو چه آیا دا مؤمنان دومره هم نه پوهیږی چه هدایت خو په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی (أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُو) لیث او ابوعبید او قطرب وئیلی دی چه دا په معنیٰ دعلم سره دی اوکسائی ددی نه انکار کړی دی اووئیلی دی چه دا په معنیٰ د ناامیدئ سره دی یعنی آیا نه دی نا اُمیده شوی مؤمنان د ایمان دکافرانو نه وَیعلمواعلماً یقینا ان لویشاء اللّه اه لیکن دکسائ نه موندل د دلیل دعدم وجود نه دی (وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا) په دی کښی تسلی ده مؤمنانوته اوتخویف دعذاب دی کافرانوته (أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ) دا صیغه دمؤنث ده اوضمیرراجع دی قارعة ته نو معنیٰ داشوه چه قارعه که په دوی باندی رانشی نونازل به شی نزدی ددوی ملک ته په دی کښی اشاره ده چه عذاب ددنیا کله په منکرقوم باندی راځی اوکله ددوی نزدی په نورو مستحقینو دا عذاب نازل شی دپاره دعبرت ددوی - اودوهمه معنیٰ داده چه تَحُلُّ صیغه دمخاطب ده خطاب دی نبی ﷺ ته معنیٰ داده چه نازل شی په طریقه دغلبی ددوی ملک ته نزدی لکه چه رسول اللّٰه ﷺ دمکی سره نزدی په نوروکلوباندی غلبه حاصل کړه (حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ) مراددی نه فتح دمکی ده یاورځ دقیامت ده -
[۳۲] په دی آیت کښی اشاره ده چه طلب دمعجزاتو ددی منکرینو په حقیقت کښی استهزاء ده اوپه دی کښی تسلی ده پیغمبرته لکه څنگه چه مخکنو قومونو ته ئی مهلت ورکړی وؤ اوبیائی په عذاب سره اونیول نوداسی به ستاقوم سره هم اوکړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>