ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۰ الرعد
أَفَمَنْ هُوَ قَائِمٌ عَلَى كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ قُلْ سَمُّوهُمْ أَمْ تُنَبِّئُونَهُ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي الْأَرْضِ أَمْ بِظَاهِرٍ مِنَ الْقَوْلِ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا عَنِ السَّبِيلِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۳۳﴾
آیا پس هغه ذات چه تدبیرکوی دهرنفس سره دعملونو دهغه نه اومقررکړی دی دوئ اللّه لره برخی والا اوایه ددوئ کمال اوښائی آیا خبرورکوئ اللّه لره دهغه څه چه نه ئی پیژنی په ځمکه کښی یاپه سرسری ویناسره بلکه ښائسته کړی شوی کافرانولره بدعملونه دهغوئ اوبند کړی شوی دی دسمی لاری نه اوهغه څوک چه اللّه تعالٰی ئی بی لاری کړی پس نیشته هغه لره په لار روانؤنکی ﴿ ۳۳ ﴾
[۳۳] ددی آیت نه پنځم باب دی ترآیت (۳۷) پوری په دی باب کښی دلیل عقلی دی دیارلسم، اوزجردی مشرکینوته په آیت (۳۳) کښی بیاتخویف دی (۳۴) کښی بیابشارت دی په (۳۵) کښی، بیا دلیل نقلی دی داهل کتابونه سره ددلیل وحی نه په (۳۶) کښی، بیاترغیب دی قرآن ته په (۳۷) کښی، په دی آیت کښی دلیل عقلی دی اولاً اوبیازجردی مشرکانوته (قَائِمٌ) مراد ددی نه تدبیرکوونکی دکارونودخلقویاپه معنیٰ دعالم دی اوجواب ددی حذف دی یعنی کمن هولیس کذالک (سَمُّوهُمْ) مراد ددی نه بیانول دداسی صفاتو او کمالاتودی چه په هغی سره حقدار د الوهیت گرځی (بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي الْأَرْضِ) معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی ته خپل شریک په دی ځمکه کښی نه دی معلوم اوتاسوورله خبرورکوئ چه فلانکی ستاشریک دی اوعدم علم کنایه ده دعدم وجودنه (فِي الْأَرْضِ) تخصیص ئی ځکه اوکړو چه دلته رد دی په هغه چاچه اللّه تعالٰی لره په ځمکه کښی شریک جوړوی اوسورة یونس آیت (۱۸) کښی دعامومشرکانورد دی نوځکه هلته دآسمانونواودځمکودواړو ذکرئی کړی دی (أَمْ بِظَاهِرٍ مِنَ الْقَوْلِ) بظاهرپه معنیٰ دسرسری دی یعنی چه په حقیقت باندی بنا نه وی اودلیل ئی هم نه وی اوهغه باطل وی (مَكْرُهُمْ) مراد ددی نه اعمال مشرکانه دی (وَصُدُّوا) داعطف دمسبب دی په سبب باندی -