ls
وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۱ الرعد
لَهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَقُّ وَمَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ ﴿۳۴﴾ مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَوْا وَعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ ﴿۳۵﴾وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمِنَ الْأَحْزَابِ مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ بِهِ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ ﴿۳۶﴾
دوئ لره عذاب دی په ژوند دنیوی کښی اوخامخاعذاب دآخرت ډیرسخت دی اونیشته دوئ لره د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک بچ کوونکی ﴿۳۴﴾
حال دهغه جنت چه وعده ئی کړی شوی ده دمتقیانوسره چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی میوی دهغی همیشه دی اوسوری (هم همیشه دی) دا انجام دمتقیانودی اوانجام د کافرانواور دی ﴿۳۵﴾
اوهغه کسان چه ورکړی دی مونږ هغوئ ته کتاب خوشحالیږی په هغه څه چه نازل کړی شوی دی تاته اوددی ډلونه داسی خلق دی چه انکارکوی دبعضی حصی دقرآن نه اوایه ته یقیناً ماته امرکړی شوی دی چه بندگی خاص کړم د اللّه تعالٰی اوشرک ورسره نه کوم دهغه توحید ته خلق بلم اوخاص هغه ته ورگرځیدل ځما دی ﴿۳۶﴾
[۳۴] په دی کښی تخویف دنیوی او اخروی دواړه دی - تخویف دنیوی په قحطونو طوفانونو وغیره سره دی (أَشَقُّ) دا لفظ داکبراو اغلظ نه په معنیٰ کښی زیات دی یعنی سره دلوی والی او غټ والی ئی سختی هم ډیره ده (وَاقٍ) صرف بچ کوؤنکی که ولایت ورسره وی اوکه نه وی اووال هغه دی چه سره دولایت نه حفاظت هم کوی -
[۳۵] په دی آیت کښی بشارت دی مؤمنانوته اوتقابل دی دکافرانوسره په عاقبت کښی (أُكُلُهَا دَائِمٌ) دا دلیل دی چه جنت باندی فنا نه راځی -
[۳۶] په دی آیت کښی دلیل نقلی دی دمؤمنانواهل کتابونه اولاً ځکه چه اتیناهم په نیکانوکتابیانوکښی استعمالیږی (يَفْرَحُونَ) اشاره ده چه فرح د نیکانو علماؤ په کتاب اللّه باندی په کارده لکه چه سورة یونس (۵۸) کښی ده - او ددی (آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ) مصداق صحابه کرام اودا امت دی یا مخکنی کتابیان مؤمنان مراد دی داسی خازن ذکرکړی دی - هرکله چه په دی آیت کښی تقابل دمؤمن او منکرمقصد دی اودتقابل دپاره عقیده دتوحید سره ددعوت نه اوعقیده دقیامت په کارده نودلته ئی هغه ذکرکړو چه أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ - اوپه (۳۰) کښی صرف اظهار دعقیدی په باره د رحمٰن کښی مراد وو نوهلته ئی دعوت نه دی ذکرکړی اودرحمانیت سره توبه هم مناسب وه بیازجردی منکرینوته اوبیا دلیل وحی دی (مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ) دبعضه نه مراد مسئله دتوحید ده ځکه چه دوی قرآن منی لیکن توحید په کښی نه منی لکه سورة اسراء آیت (۳۴) کښی چه ذکردی -