ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۲ الرعد

وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَمَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا وَاقٍ ﴿۳۷﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ ﴿۳۸﴾

اودغسی نازل کړی دی مونږدا قرآن فیصله په واضحه ژبی سره اوکه تا تابعداری اوکړه دخواهشاتوددوئ روستو دهغی نه چه راغلی دی تاته قرآن نونیشته تالره د اللّه تعالٰی نه څوک ساتونکی اوڅوک بچ کوونکی ﴿ ۳۷ ﴾
اویقیناً لیږلی دی مونږډیررسولان پخوا ستانه اوپیدا کړی وو مونږهغوئ لره بیبیانی اواولاد اونیشته طاقت درسول چه راوړی معجزه مگرپه اذن د اللّه تعالٰی سره هری نیټی لره لیکل شته دی ﴿ ۳۸ ﴾

[۳۷] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته چه داقرآن دحکم دپاره نازل شوی دی اوهغه حکم چه تیرشوی آیت کی ذکرشو بیا زجردی په تابعدارئ دبی دلیله خبرو چه هغی ته اهواء وئیلی شی پس دراتلودقرآن نه اومراد علم نه قرآن دی او (وَكَذَلِكَ) عطف دی په معنیٰ دماقبل باندی لکه چه څنگه مونږ امرکړی دی په توحید سره نودارنگ نازل کړی دی مونږدپاره دواضحو فیصلو -
[۳۸] ددی آیت نه ترآخردسورة پوری شپږم باب دی - په دی باب کښی جوابونه دی دهغه شبهاتو چه واردیږی په رسالت باندی په (۳۹،۳۸) کښی بیا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په (۴۰) کښی بیا تخویف دنیوی دی په (۴۲،۴۱) کښی بیازجردی په انکاردرسالت سره اواثبات دهغی دی په شهادت سره په (۴۳) کښی - په دی آیت (۳۸) کښی جوابونه ددری شبهاتودی دمنکرینوچه تابعداری کوی دخواهشاتو - اوله شبهه داده چه دارسول مونږنه منو ځکه چه دی بشردی اودده ښځی اواولاد شته نوجواب اوشو چه داسی دمخکنورسولانو هم وؤ - اوپه دی کښی ضمناً رد دی چه تاسو وائی چه مونږ دابراهیم علیه السلام اولاد یو نوهغه خوهم رسول وؤ اوهم ئی ښځه اواولاد وؤ که هغه بشرنه وی نوتاسو ترینه څنگه پیدا شوئ‌ دوهمه شبهه داده چه که دا رسول رشتینی وی نومونږله دی معحزات راوړی جواب اوشوچه (وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ) معلومه شوه چه په معجزاتوکښی دپیغمبرانو هیڅ اختیار نه وی اودارنگ په سورة ابراهیم (۱۱) اوسورة انعام (۱۰۹) او سورة عنکبوت (۵۰) کښی ذکرشوی دی - دریمه شبهه هرکله چه دا رسول حق دی اومونږانکار کوؤ نوپه مونږباندی عذاب ولی نه راځی جواب ددی لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>