وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۸ إبراهيم

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا اللَّهُ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرَدُّوا أَيْدِيَهُمْ فِي أَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوا إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ مِمَّا تَدْعُونَنَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ ﴿۹﴾ قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى قَالُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا تُرِيدُونَ أَنْ تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۱۰﴾

آیا نه دی راغلی تاسوته خبردهغه کسانو چه پخواوو ستاسونه قوم دنوح علیه السلام اوعادیان او ثمودیان اوهغه خلق چه روستو وو ددوئ‌ نه - نه دی خبرپه هغوئ‌ سیواد اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک راوړی وو رسولانوهغوئ ته ښکاره دلیلونه پس اوگرځول دوی لاسونه خپل په خولو دهغوئ‌ کښی اودوئ اوئیل یقیناً مونږانکارکوؤ دهغی نه تاسورالیږلی شوی ئی په هغی سره اویقیناً‌مونږپه شک کښی یو دهغی مسئلو نه چه تاسو مونږهغی ته بلئ‌ پوخ شک ﴿ ۹ ﴾
اوئیل رسولانوددوئ‌ آیا د اللّه په توحید کښی شک دی چه اول پیداکوونکی د آسمانونو اودځمکی دی بلئ‌ تاسو (داسی مسئلی ته) چه اوبه بخی تاسوته (په سبب دهغی) گناهونه ستاسواوروستوبه اورسوی تاسو (په مزوسره) نیټی مقرری ته دوئ اوئیل نه ئی تاسومگربشرئی زمونږپه شان غواړئ تاسو چه واړوئ مونږه دهغی طریقی نه چه بندگی پری کوله مشرانوزمونږ پس راوړئ‌ مونږته معجزه ښکاره ﴿ ۱۰ ﴾

[۹] دی آیت کښی ذکردی دتیرشووقومونو چه هغوی مقابله کړی وه درسولانوپه دری طریقو سره - اول (فَرَدُّوا أَيْدِيَهُمْ) په دی کښی دری تفسره دی - اول داچه کیخودومنکرینولاسونه خپل په خپلو خولوباندی دپاره ددی چه چک اولږوی په هغی باندی دوجی دغصی نه اودوهم کیخودل دوی لاسونه خپل دپیغمبرانوپه خولوباندی دپاره ددی چه هغوی چپ شی اودریم داچه دا کنایه ده دمنع کولو دپیغمبرانو ددعوت کولونه - دوهمه طریقه دمقابلی داده (وَقَالُوا إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ) اودریمه طریقه داده چه (وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ) اومراد ددی دادی چه مونږگمان کوؤ په تاسوچه تاسو بادشاهی او دنیا غواړئ‌ په دی دعوت سره (لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا اللَّهُ) دا ښکاره دلیل دی په نفی دعلم غیب اوعلم کلی درسولانونه اودټولوبندگانونه اوابن کثیرنقل کړی دی چه ددی آیت نه معلومه شوه چه د نبی ﷺ نسب نامه ترآدم علیه السلام پوری په صحیح دلیل سره ثابت ده اوددی نه بره ثبوت نیشته -
[۱۰] په دی کښی اول جواب ورکول دی درسولانوقومونوته (أَفِي اللَّهِ شَكٌّ) مراد ددی نه شک کول په توحید کښی دی ځکه چه دوجود د اللّه تعالٰی نه دوئ‌ انکارنه دی کړی اودا استفهام په طریقه دانکاراو دتعجب سره دی اوبیا په ذکرکولو ددوه فائدو ددعوت توحید ته یومغفرت او دوهم مهلت اوبیا ذکرد مخالفت دقومونو دی درسولانوپه دریوطریقو سره اوله طریقه داده چه تاسو زمونږپه شان بشرئی اوبشرنبی نشی کیدی اودوهمه طریقه داده چه تاسو مونږلره دمشرانودلاری نه منع کوئ‌ چه هغه شرکی تقلید دی - اودریمه طریقه داده چه دوئ‌ معجزی طلب کولی دانبیاؤ نه اوگمان به ئی کووچه معجزی د انبیاؤ په اختیار کښی دی (قَالُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا) دادلیل دی چه هره زمانه کښی دمنکرینوداعقیده وه چه دبشریت اود رسالت په مینځ کښی منافات دی یعنی بشررسول نشی کیدلی نورسول بشرنشی کیدی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>