وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۹ إبراهيم
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِنْ نَحْنُ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَمُنُّ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَمَا كَانَ لَنَا أَنْ نَأْتِيَكُمْ بِسُلْطَانٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾ وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۱۲﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِنْ أَرْضِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ ﴿۱۳﴾ وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِهِمْ ذَلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ ﴿۱۴﴾
اوئیل دوی ته رسولانو ددوئ مونږنه یو مگربشریو ستاسوپه شان لیکن اللّه تعالٰی احسان کوی په هغه چا چه اوغواړی دبندگانوخپلونه اونیشته وس مونږلره چه راوړو تاسوته معجزه سیوا داذن داللّه تعالٰی نه اوخاص په اللّه تعالٰی دی توکل کوی مؤمنان ﴿۱۱﴾
اوڅه عذر به وی زمونږچه توکل نه کوو په اللّه تعالٰی باندی اوحال داچه مونږته ئی زمونږلاری خودلی دی اوخامخا صبربه کؤو مونږپه هغه تکلیفونو چه مونږته ئی رسوئ اوخاص په اللّه دی توکل کوی توکل کوونکی ﴿۱۲﴾
اواوئیل کافرانوخپلورسولانوته خامخا اوباسوتاسولره دخپل ملک نه یابه راوگرځئ ځمونږدین ته پس وحی اوکړه دوئ ته رب ددوئ خامخا هلاک به کړو مونږظالمانولره ﴿۱۳﴾
اوخامخا به اسؤو تاسوپه ځمکه کښی روستودهغوئ نه داوعده ده هغه چاسره چه ویریږی دپیشئ ځمانه اوویریږی دعذاب زمانه ﴿۱۴﴾
[۱۱] په دی کښی ذکرکړی دی جوابونه دانبیاؤ خپلوقومونوته دادهغوی اول اول دریم اعتراض جواب دی داول جواب خلاصه داده چه دبشریت اود رسالت (چه احسان د اللّه تعالٰی دی) منافات نیشته اوددریم جواب مقصد دادی چه په معجزاتوکښی دپیغمبرانو اختیاراوقدرت نه وی - اودریم اعتراض دجواب حاجت نه لری ځکه چه انبیاؤ په حقیقت کښی دگمراهومشرانو دلاری نه منع کوله اوپه آخری جمله کښی تعلیم دی مؤمنانوته دتوکل په وخت دمقابلی ددشمنانوکښی اوداسی په سورة العمران (۱۶۰) کښی هم دی -
[۱۲] په دی آیت کښی ذکردتوکل اودصبردانبیاؤ دی اوذریعه دنجات او دکامیابئ ده اودا جواب دسوال دمشرکانو دی چه هغوی اوئیل چه زمونږپه معبودانوباندی ولی توکل نه کوئ نودهغوی جواب اوکړو اودارنگ په دی جمله کښی علت دی دمخکنی جملی چه وعلی اللّه فلیتوکل المؤمنون (وَقَدْ هَدَانَا) مراد دادی چه لاری دکامیابئ دنیوی او اخروی اللّه تعالٰی خودلی دی نوتوکل هم هغه پوری خاص دی ځکه چه توکل کښی معنیٰ د یقین ده اوپه هدایت سره یقین حاصلیږی (وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا) داخطاب دی مشرکانوته اشاره ده چه مشرکانوهمیشه مؤحدینوته اذی ورکوله (فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ) مؤمن چه هرکله په اللّه تعالٰی باندی خاص توکل اوکړی نودهغه صفت متوکل جوړ شی ددی وجی نه ئی اول آیت کښی مؤمنون اوپه دوهم کښی متوکلون ذکرکړو -
[۱۳] په دی آیت کښی ذکرددباؤ کولودکافرانودی په رسولانوباندی چه زمونږ دین ته به واپس کیږئ یابه ځمونږ دملک نه اوځئ لکه چه سورة اعراف (۸۸) کښی دی اومعنیٰ دعود په تفسیردسورة اعراف کښی ذکرشوی ده - اوبیا تسلی ورکول دی د اللّه تعالٰی دطرف نه پیِغمبرانوته په هلاکولو دظالمانوسره -
[۱۴] په دی کښی تسلی دوهمه ده انبیاؤ ته خصوصاً اونوروحق پرستوته عموماً اوددی مثال په سورة بنی اسرائیل (۱۰۴،۱۰۳) کښی راځی (ذَلِكَ لِمَنْ خَافَ) په دی کښی ددی وعدی دعموم ذکردی دهرمؤحد سره (مَقَامِي) په معنیٰ دمصدردی اضافت فاعل ته دی نومراد ترینه قیام د اللّه تعالٰی په طریقه دعلم او قدرت سره دی لکه چه په سورة رعد (۳۳) کښی دی نود خاف نه مراد یقین اوعلم دی یااضافت دی مفعول ته یعنی قیام د بنده د اللّه تعالٰی په مخکښی په ورځ دقیامت لکه په سورة مطففین (۶) کښی دی - اوخوف په خپله معنیٰ دی -