وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۰ إبراهيم

وَاسْتَفْتَحُوا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ ﴿۱۵﴾ مِنْ وَرَائِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَى مِنْ مَاءٍ صَدِيدٍ ﴿۱۶﴾ يَتَجَرَّعُهُ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُ وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ وَمِنْ وَرَائِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ ﴿۱۷﴾ مَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ لَا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَى شَيْءٍ ذَلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ ﴿۱۸﴾

اوهغوی فیصله اوغوښتله اونا امیده شوهرسرکش ضدی ﴿۱۵﴾
چه دهغی مخی ته دوزخ دی اوڅښکولی کیږی په ده باندی د اوبونه چه وینی زوی دی ﴿۱۶﴾
چه گوټ گوټ به ئی څښکی اونه به ئی شی په آسانه تیرولی اوراځی به په ده باندی اسباب دمرگ دهری غاړی نه خونه به مړکیږی اودده مخی ته عذاب دی سخت ﴿۱۷﴾
مثال دهغه کسانوچه کفرئی کړی دی په رب خپل باندی ددوئ عملونه په شان دایری دی چه سخته اوچلیږی په هغه باندی سیلئ‌ په داسی ورځ کښی چه تیزی سیلئ‌ والاوی څه وس به ئی نه رسی دکړی عملونونه په هیڅ ثواب باندی داخوگمراهی ډیره لری ده (دحدنه) ﴿۱۸﴾

[۱۵] په دی کښی تخویف دی منکرینوته (وَاسْتَفْتَحُوا) یعنی انبیاؤ مدد طلب کړو د اللّه تعالٰی نه یاداچه فیصله طلب کړه کافرانو د اللّه تعالٰی نه لکه په سورة انفال (۱۹) کښی دی (جَبَّارٍ) هغه چاته وائی چه په ځان باندی دهیچ چا حق نه منی او (عَنِيدٍ) هغه چاته وائی چه ډډه کوی دحق نه دضدپه وجه سره - (وَخَابَ) دا اشاره دنه نتیجه د واستفتحوا ته -
[۱۷-۱۶] په دی دواړو آیتونوکښی تفصیلی تخویف اخروی دی منکرینوته په شپږطریقوسره (مِنْ وَرَائِهِ) دا لفظ داضدادو نه دی یعنی روستواومخی دواړو ته وئیلی شی دلته مخه مراد ده یعنی په عذاب ددنیا او قبرپسی عذاب د آخرت دی (يَتَجَرَّعُهُ) دادوجی دډیرگرموالی اود ډیری بدبوئی دوجی نه (وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ) مراد ددی نه اسباب دمرگ دی چه هغه مختلف عذابونه دی دهرطرف نه اویا مراد دموت نه غم اوحزن دی - دارنگ په سورة فاطر (۳۶) کښی هم دی -
فائده: په دی کښی دلیل دی په دی خبره جهنم والابه نه فناکیږی (وَمِنْ وَرَائِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ) یعنی داد څښکلوعذاب دی اوددی نه علاوه دطعام ضریع او غسلین اوزقوم او اور عذابونه دی
[۱۸] هرکله چه تیرشوی آیت کښی ذکرشوعذاب دکافرانو اواعتراض اوکړی شو چه دهغوی نیک اعمال شته دی نودی آیت کښی اشاره ده جواب ته په مثال ذکرکولوسره دپاره دبربادئ‌ دهغه عملونوحاصل دمثال دادی - لکه څنگه چه ډیرئ دایری باندی تیزه سیلئ‌ راشی اوټوله ورځ داسیلئ اوچلیږی نوداایره والوځی اوهیڅ پاتی نه شی نودارنگ اعمال دمشرکانو چه په هغی سخت حساب اوکړی شی په ورځ دحساب کښی نوهغه عملونه به بیکاره معلوم شی دوجی دکفراوشرک کولونه اومثال ئی د (كَرَمَادٍ) سره په دی وجه ذکرکړو چه درَمَاد نه هیڅ فائده نه اخستلی کیږی نودارنگ عملونه دمشرک بی فائدی دی - اودارنگ ( رَمَاد) پیدا کیږی پس سوځیدلو دلرگونه نودعملونودکولو نه به روستواوسزیږی نومراد د أَعْمَالُهُمْ نه هغه عملونه دی چه په ظاهرکښی نیک وو (لَا يَقْدِرُونَ) ضمیر راجع دی کافرانوته یا راجع دی اصحاب الرماد ته لیکن اول قول غوره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>