وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۳ إبراهيم

تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۲۵﴾ وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ﴿۲۶﴾ يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ ﴿۲۷﴾

ورکوی میوی خپلی هروخت په حکم درب خپل سره اوبیانوی اللّه تعالٰی مثالونه خلقولره ددی دپاره چه نصیحت تری نه واخلی ﴿۲۵﴾
اومثال د پلیتی خبری په شان دتریخ بوټی دی چه سرسری ټوکه ولی وی په مخ دځمکه باندی نیشته دهغی مضبوط والی ﴿۲۶﴾
کلکه وی اللّه تعالٰی مؤمنانولره په سبب دکلکه وینا په ژوند دنیوی کښی اوپه آخرت کښی اوخطا کوی به اللّه تعالٰی (په جواب کولوکښی) ظالمانولره اوکوی اللّه تعالٰی چه څه اوغواړی ﴿۲۷﴾

[۲۵] په دی کښی مثال دکلمی دتوحید دی چه په زړه دمؤحد کښی ده حاصل دمثال دادی لکه چه اونه دکهجوری ډیروفائدووالاده اوویخ دهغی ډیرمضبوط دی اوڅانگی دهغی د ځمکی نه اوچتی دی اومیوی دهغی هروخت کښی موجود وی په مختلفوقسمونوسره نودغسی عقیده دمؤحد ده ، ویخ دهغه دعقیدی کلک دی په شکونواوشبهوسره نه زائل کیږی اودا عقیده په زړه کښی ده اوهغه عملونه چه ددی عقیدی نه پیداکیږی پورته خیژی آسمان ته دپاره دقبولیت اوفائدی او برکات ددی عقیدی په هروخت کښی ملاویږی هم په دنیاکښی هم په قبرکښی اوهم په آخرت کښی (كَشَجَرَةٍ) په حدیث دامام بخاری سره ثابت ده چه دا اونه دکجوری ده (طَيِّبَةٍ) صورت ئی مزیداردی فائدی په کښی ډیری دی پانړی لرگی ټولوکښی فائدی شته اودشجری مثال کښی اشاره ده چه دهغی ترقی اوتازگی په اوبو دباران سره وی دارنگ ایمان دمؤمن په قرآن سره تازه وی اوزیاتیږی دارنگ دشجری دقیام دپاره دری څیزونه دی جړی تنه اوڅانگی نودایمان دپاره هم دری ارکان دی عقیده دقلب، اقراردژبی اوعمل په اندامونوسره (تُؤْتِي أُكُلَهَا)‌ ثمرئی نه دی وئیلی ځکه چه اکل لفظ عام دی هغه قسم قسم خوراکونوته چه دکهجورونه جوړیږی اوهغه هروخت موجود وی (لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ) دلته مشبه به اووجه شبه محسوس دی چه دهغی تذکر آسان دی ځکه ئی يَتَذَكَّرُونَ راوړو اوپه سورة حشر (۲۱) کښی دغرونوخشوع او تضرع معقولی څیزدی نوهلته ئی یتفکرون ذکرکړی دی -
[۲۶] په دی آیت کښی مثال دکلمی د شرک دی حاصل دادی لکه چه بوټی دمړغونی تریخ او بد خونده دی اوراټوکیږی په مخ دنرمی ځمکی اودهغی ځیلئ‌ نیشته نودغسی مشرک پلیت دی اوعقیده ئی پلیته ده اوختمول ئی آسان دی په بیان د دلیلونو دتوحید سره اوعملونه ئی پورته نه خیژی دپاره دقبولیت اودلیل او اصل ئی هم نیشته -
[۲۷] په دی آیت کښی بشارت دی ایمان والوته چه اللّه تعالٰی مضبوطوی دوئ لره په سبب دتوحید په دنیاکښی په مقابله ددشمنانو اودمصیبتونوکښی اوپه قبرکښی په وخت دسوال او جواب کښی ځکه چه مراد د الْآخِرَةِ نه په دی آیت کښی قبردی لکه چه په حدیث دبراء ابن عازب کښی دی چه ذکرکړی دی امام بخاری رحمة اللّٰه علیه او بیا په دی ایت کښی تخویف دی ظالمانومشرکانوته چه اللّه تعالٰی به خطا کوی مشرکانو لره د دلیل نه دپه دنیاکښی اودجواب نه په قبرکښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>