وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۴ إبراهيم
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ﴿۲۸﴾ جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ ﴿۲۹﴾ وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ ﴿۳۰﴾
آیا نه گوری ته هغه کسانوته چه بدل کړی دی نعمت د اللّه تعالٰی په کفرسره او ورکوزئی کړو قوم خپل لره په کوردهلاکت کښی ﴿۲۸﴾
چه جهنم دی ورننوځی به په هغی کښی اوناکاره دی ځای د اوسیدلو ﴿۲۹﴾
اوجوړ کړی دی دوئ اللّه تعالٰی لره شریکان ددی دپاره چه نور خلق هم واړوی د اللّه دلاری نه اوایه مزی اوکړئ پس یقیناً ستاسو ورتلل اورته دی ﴿۳۰﴾
[۲۸] ددی ځای نه پنځم باب دی د سورة ترآخره پوری اودا هم شروع دی په اَلَم سره په دی باب کښی اول زجردی مشرکانوته سره دتخویف نه په آیت (۳۰،۲۹،۲۸) کښی بیاذکر دی ددریو امورو دپاره ددفع دعذاب په آیت (۳۱) کښی بیا دری عقلی دلیلونه دی په آیت (۳۴،۳۳،۳۲) کښی بیانقلی دلیل دی دابراهیم علیه السلام نه دآیت (۳۵) نه تر(۴۱) پوری بیاتخویف اخروی دی په (۴۳،۴۲) کښی اوتخویف دنیوی دی په (۴۵،۴۴) کښی بیا تخویف اخروی دی د (۴۷) نه تر (۵۱) پوری اواختتام دسورة دی په ترغیب ورکولوسره قرآن او توحید ته په آیت (۵۲) کښی -
[۲۹] په دی کښی زجردی مشرکانوته اوتخویف دی دا علت دی دمخکښی دپاره چه ویضل اللّه الظالمین - اودهغوی دوه صفتونه ذکرشوی دی - اول داچه دوی د اللّه تعالٰی د نعمتونوناشکری کړی ده په کفراوشرک سره او دوهم داچه دوی دعوت ورکړی دی خپل قوم ته دشرک اودا دواړه سبب دعذاب ابدی دی یعنی ضالین اومضلین دواړه دی -
[۳۰] په دی آیت کښی تفسیردی دتیرشوی آیت په ترتیب سره یعنی د بَدَّلُوا تفسیرئی کړی دی په دی قول سره وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا او أَحَلُّوا، تفسیرئی کړی دی په دی قول سره لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ - اوتائید ددی آیت په سورة زمر (۸) کښی دی (قُلْ تَمَتَّعُوا) مدارک وئیل دی چه تمتع دیته وئیلی شی چه انسان خپل ټول شهوت دخپل وس مطابق پوره کړی اومراد دادی چه ددوی دپاره صرف ددنیا مزی دی -