وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۵ إبراهيم

قُلْ لِعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ ﴿۳۱﴾ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ ﴿۳۲﴾ وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ﴿۳۳﴾ وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ ﴿۳۴﴾

اوایه ته بندگانو زماته هغه چه ایمان والادی چه پاپندی کوی دمونځونو اوخرچ دی کوی دهغه څیزچه مونږدوئ ته ورکړی دی پټ او ښکاره مخکښی ددی نه چه رابه شی ورځ چه نه به وی خرڅول په هغی کښی اونه به وی دوستانه ﴿۳۱﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه اوځمکه اورا ورولی ئی دی دبره طرف نه اوبه پس راویستلی دی په هغی سره ديری میوی دپاره دفائدی ستاسو اوتابع کړی دی په خپل حکم سره ستاسودپاره کشتئ چه چلیږی په دریاب کښی په حکم دهغه سره اوتابع کړی دی دحکم خپل تاسولره سیندونه ﴿۳۲﴾
اوتابع کړی دی دحکم خپل تاسولره نمراوسپوږمئ چه همیشه روان دی اوتابع کړی دی دحکم خپل ستاسو دپاره شپه او ورځ ﴿۳۳﴾
او درکړی دی تاسوته دهرهغه څیزنه چه تاسوورته حاجت لرئ اوکه تاسوشمارشروع کړئ‌ دنعمتونو د اللّه تعالٰی نوسرته ئی نه شی رسولی یقناً انسان خامخا ډیرظلم کوونکی ډیرناشکره دی ﴿۳۴﴾

[۳۱] په دی آیت کښی ذکردی دهغه اعمالو چه دفع کوی عذاب لره په مقابله دهغه صفاتود مشرکانو کښی چه مخکښی ایتونوکښی ذکرشول اوهغه سبب دعذاب وؤ (يُقِيمُوا الصَّلَاةَ) په دی کښی لام مقدردی اودا مقوله دپاره د قُلْ (سِرًّا وَعَلَانِيَةً) کله پټ او کله ښکاره دحال مناسب دواړه جائزدی (لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ) داسی په سورة بقره (۲۵۴) کښی هم دی اومراد دادی چه نورڅیزونه په هغه ورځ فائده نه ورکوی ماسیوا دهغه عملونونه اوهغی ته تقویٰ وئیلی شی نودوستانه دوجی د تقویٰ نه فائده ورکوی په دلیل دسورة زخرف (۶۷) سره -
[۳۲] په دی کښی دلیل عقلی دی دپاره دتذکیردتوحید په پنځه صفاتوفعلیو د اللّه تعالٰی سره (وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ) هرکه چه په اوبودبحرسره دفصل اوبه کول یاپه خپله دڅښکلو فائده نیشته نودهغی په باره کښی تسخیردفلک ئی ذکرکړو اوپه نورو سیندونو اوخوړونوکښی اواوبو ډیری فائدی دی نودهغی په باره کښی تسخیرانهارئی ذکرکړو او (بِأَمْرِهِ) کښی اشاره ده چه فائدی اخستل دکشتوانهرونونه موقوف دی په امرد اللّه تعالٰی باندی -
[۳۳] داهم دلیل عقلی دی دپاره دتذکیردتوحید په ذکردتسخیرپه څلوروڅیزونو - په تیرشوی آیت کښی اصول دنعمتونوذکرکړی دی اومکانیات ئی ذکرکړی دی اوپه دی آیت کښی زمانیات ذکرکوی - (دَائِبَيْنِ) په دی کښی معنیٰ ده دهمیش والی سره ددی چه حال او عادت نه بدلوی -
[۳۴] په دی کښی هم دلیل عقلی دی دپاره دتذکیر اوپه آخرکښی زجردی هغه انسان ته چه بدلوی نعمتونود اللّه تعالٰی په کفر یعنی الانسان کښی الف لام عهدی دی هرانسان مراد نه دی (مَا سَأَلْتُمُوهُ) مراد رسول نه په دی ځای کښی احتیاج دی که سوال په ژبه وی اوکه نه وی اوداسی په سورة رحمٰن (۲۹) کښی ذکر دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>