وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۶ إبراهيم
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ ﴿۳۵﴾ رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ فَمَنْ تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳۶﴾ رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ ﴿۳۷﴾
اوکله چه اوئیل ابراهیم علیه السلام ای ربه اوگرځوه داښار امن والا اوپه ډډه ساتی ما او ځامن ځما دبندگئ دغیراللّه نه ﴿۲۵﴾
ای ربه یقیناً(بندگئ) ددوئ بی لاری کړی دی ډیروخلقو لره پس چاچه تابعداری اوکړه زما یقیناً هغه ځما دډلی دی اوچاچه نافرمانی اوکړه ځما پس یقیناً ته بخنه کوونکی رحم کوونکی ئ ﴿۳۶﴾
ای ربه ځمونږ یقیناً ما آباد کړی دی بعضی داولاد خپل نه په کنده بی فصله (شاړه) کښی ستادکور عزتمند په خواکښی ای ربه ځمونږددی دپاره چه پابندی اوکړی (جاری کړی) مونځ پس اوگرځوه زړونه دبعضی خلقو چه مائل شی ددوئ طرف ته او روزی ورکړی دوئ لره دقسماقسم غلونه ددی دپاره چه ستا شکراوکړی ﴿۳۷﴾
[۳۵] دا دلیل نقلی دی دابراهیم علیه السلام نه دپاره دتذکیر حاصل دادی چه ابراهیم علیه السلام د اللّه تعالٰی دنعمتونوشکرکړی وو په طریقه داحتساب دهرقسم شرک نه اوپه طریقه داوسَوَلو دبعضی اهل په مرکزدتوحید کښی دپاره دنشر دتوحید اودا دعوی د سورة سره هم متعلق دی یعنی ابراهیم علیه السلام د ظلماتونه دویستلو دپاره امن دښار اودشرک بچ کیدل اوپه مکه کښی اهل اوسَوَل اود بچودپاره دعا غوښتل دا ټول کارونه کړی وؤ (آمِنًا) د امن معنیٰ داده چه څوک به ئی نړولی نه شی ترنزدی دقیامت پوری اوپه قریب دقیامت کښی به ورانیږی یامراد دادی چه اهل ددی به په امن کښی وی (وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ) مراد په بنی سره صلبی اولاد دی اوکوم چه په وخت ددی دعا کښی موجود وؤ ټول اولاد ترقیامته مراد نه دی ځکه چه روستودده په اولاد کښی ډیرمشرکان پیدا شوی دی - په دی آیت کښی ذکرددعا دابراهیم علیه السلام دی په باره دبچ کیدلودشرک کښی (الْأَصْنَامَ) جمع دصنم ده اود صنم دری معنی دی اوله معنیٰ هغه جوسه چه جوړه کړی شی دلرگی یادگټی وغیره نه اوعبادت ئی کیدی شی - دوهمه معنیٰ داده هرهغه شی چه بندگی کیدی شی سیوا د اللّه تعالٰی نه ټولومعبودانو باطلؤ ته شامل دی که ژوندی وی اوکه مړه وی اودریمه معنیٰ چه مشغوله کوی انسان لره د اللّه تعالٰی نه اودا معنی ذکرشوی دی په مفردات دامام راغب کښی (ص ۵۰۴) اوپه دی آیت کښی مراد اخری معنیٰ ده چه مناسب ده دشان دابراهیم علیه السلام سره -
[۳۶] په دی آیت کښی نسبت دگمراه کولواصناموته په طریقه د سببیت سره دی یعنی بندگی اصنامو سبب دگمراهئ دخلقو وی (وَمَنْ عَصَانِي) مرا ددی نه عصیان دی بغیردشرک نه ځکه چه مشرک نه بخښلی کیږی -
[۳۷] په دی آیت کښی ذکر دابتلاء دابراهیم علیه السلام دی په اوسولود اسمٰعیل علیه السلام اودمور دهغه په شاړځای کښی دپاره داقامت د صلٰوت اومراد ددی نه اقامت ددین دتوحید دی (مِنَ النَّاسِ) مِن بعضیه دی ددی وجی نه بعضی خلق دکعبی سره محبت لری (لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ) مرا ددی نه شکرکول دی په توحید منلوسره اوپه دعوت ورکولوسره توحید ته، اودادعاگانی دابراهیم علیه السلام قبول شوی دی -
فائده (۱): داکار دابراهیم علیه السلام په امرد اللّه تعالٰی سره وو لکه چه ذکردی په حدیث صحیح کښی نودا اعتراض نشی کیدلی چه دائی دساره دخوشحالولو دپاره اوکړو لکه چه یهودیان وائی اودارنگ بل چالره نه دی جائزچه اهل وعیال سره دغسی کاراوکړی په اقتداء د ابراهیم علیه السلام سره لکه چه داسی کارکوی بعضی متصوفه اووائی چه داتوکل دی - ذکرشوی دی داپه تفسیرقرطبی کښی -
فائده (۲): (لِيُقِيمُوا) کښی اشاره ده چه داځای دی مرکزدتوحید جوړشی اومرکزجوړیدل په دوه څیزونوباندی موقوف وی یودخلقو میلان اوبل دهغوی دپاره خوارک ددی وجی نه دا دواړه دعاگانی ئی اوغوختلی -